fbpx

په امريکا کې يخ هر څه کنګل کړي، د ژوند ټول نظام ولاړ دى

په امريکا، برېتانيې او خوا و شا سيمو کې د يخنۍ او واورې اورښت دومره زيات شوى دى، چې تاريخ يې جوړ کړى دى، د ډېرې واورې له امله د دغه ځاى ولس د (آرماګيډن) په څېر دې ته د (سرماګيدڼ) نوم ورکړى دى.

اوس مهال يوازې په برېتانيه کې ٢٠٠٠ ښوونځي بند دي او د ژوند ټول نظام ولاړ دى. بلخوا په امريکا کې د نارت ډکوټا څخه بيا تر اوهايو پورې يخ او د واورې اورښت هر څه واوره کړي. پوهان وايي، چې د ډېر يخ دا موسم په هوا کې د بدلون نښې دي.

د ډېر يخ او واورې اورښت په دې موسم کې امريکايي ولس ځينې ډېر عجيب او جالب انځورونه خپاره کړي دي، چې د يخ د دومره زياتوالي په ليدو يې په ټولنيزو رسنيو خلک حېرانه کړي دي. موږ هم دلته يو شمېر انځورونه راغونډ کړي دي، چې په ليدو په يې حېرانه شئ.

له شکاګو څخه د الوتې الوتکې نه يو کس د مشيګن جهيل انځور اخيستى دى، چې پکې اوبو دومره يخک نيولى، چې بېخي د کاڼي په څېر ښکاري.مشيګن جهيل

په شکاګو کې چې يوې مېرمنې د موټر د دروازې د خلاصولو هڅه وکړه، نو داسې يو صحنه يې رامخې ته شوه، چې په لاندې انځور کې يې ليدلى شئ.واوريز موټر

په برېتانيې او امريکا کې ډېر يخ او د واورې ډېر اورښت د هغه خلکو لپاره تر قيامت کم نه دى، چې کوم کورونه نه لري او د شنه آسمان تر لاندې ژوند کوي. په امريکا کې يو بې کوره سړى په يوه چوکۍ ناست دى، چې له انځوره يې د حالت اندازه ښه لګېداى شي.په واوره کې يخ شوى سړى

يو کس په دې دومره زياته يخنۍ کې هم په امريکا کې دا هڅه وکړه، چې له کوره بهر راووځي او ورزش وکړي، نو په انځور کې تاسې ليدلاى شئ، چې د ورزش پر مهال يې وروځې هم واورينې شوې.واورې شوې وروځې

د امريکا په دې دومره زياته يخنۍ کې يو ځوان دا هڅه هم وکړه، چې د صابون څخه پوکڼۍ جوړې کړي، نو تاسې په انځور کې ليدلاى شئ، چې د صابون له دې پوکڼيو څخه هم واوره جوړه شوې ده.د صابون پوکڼۍ

د امريکا په مني سوټا کې يو کس بيا دا هڅه وکړه، چې په دې سخت يخ کې بهر خپل پتلون وچ کړي، پتلون خو وچ، خو داسې وچ شو چې کنګل شو، په انځور کې تاسې ليدلاى شئ چې د دغه ځوان پتلون د کور بهر له ډېر کنګل څخه ښه کلک ولاړ دى.واوره شوى پتلون

په امريکا کې يو کس په دې دومره زيات يخ کې هڅه وکړه، چې ځان ته په سباناري کې هګۍ پخې کړي، خو کله چې يې د هګۍ پوستکى ليرې کړ، نو دننه هګۍ دومره کلکې شوې وې، چې هېڅ ماتېدې نه.يخ وهلې هګۍ

يو سړي په دې دومره زيات يخ او واورين موسم کې غوښتل چې چرته لاړ شي، هغه چې د بسونو په تمځاى کې بس ته په تمه ولاړ و، نو له ډېر يخ څخه يې ږيره هم کنګل شوې ده.کنګل شوې ږيره