ملا یعقوب د پنجشېر پټ حقایق افشا کړل
خبريال وېبپاڼه: طا لبانو د حیرانونکی پرمختګ په ترڅ کې د افغانستان ۳۳ ولایتونه بدون له خاصې جګړې ونیول، يوازې د هلمند او هرات په ولايتونو کې يو څه مقاومت وسو نور تقريباً ډېری ولايتونه طا لبانو ته په سوله ايز ډول تسليم شول، يوازنی ولايت چې تراوسه پورې طا لبان ورباندې حاکمیت نلري هغه د پنجشېر ولايت دی.
د پنجشېر ولايت د شمالي ټلوالې اصلي سنګر ګڼل کېږي تراوسه پورې د طا لبانو تر واک لاندې نه دی راغلی، همدا اوس د طا لبانو استازي ددې ولايت د استازو سره په خبرو بوخت دي ترڅو پورې پنجشېر هم د خبرو له لارې دوی ته وسپارل شي او جګړه رامنځته نشي.
د پنجشېر مسله چې څومره د نورو افغانانو لپاره جنجالي ده داسی ښکاري چې همداسی طالبان هم ورسره په تنګ دي، که څه هم تراوسه څو ځل طا لب استازو ددې ولايت د استازو سره خبرې ترسره کړې دي خو کومه مثبته پايله نده ترلاسه شوې.
تازه په دې هکله خبريال وېبپاڼې ته د ملا یعقوب يو صوتي فايل رسېدلی دی، په دې صوتي فايل کې ملا یعقوب د پنجشېر په هکله د پام وړ خبرې کوي، هغه وايي چې ددوی خبرې ددې ولايت د ځینې مشرانو سره روانې دي خو تراوسه یې کومه پايله نده ورکړې، يعقوب زياتوي چې په پنجشیر کې مشران او يا ددوی سره خبرې کوونکي خلک کوم چې طا لبانو ته د پنجشېر د سپارلو مخالفت کوي دوه وېرې لري.
د ملا یعقوب په وينا کې راځي چې یوه وېره داده چې دغلته موجودې کړۍ په کابل کې د خپلو شتمنیو په هکله اندیښنه لري، دی وړاندې په خپلو خبرو کې وايی چې په کابل کې ۹۰ سلنه سرمايه او ځمکې، بنګلې د پنجشېریانو دي، ځکه دوی وېره لري چې ددې شتمنیو به یې څه کېږی.
ملا یعقوب وړاندې وايی چې پنجشېر د افغانستان د ډېری خلکو برخه باندې خېټه اچولې ده، دی وړاندې زیاتوي چې د ټول افغانستان جنرالان ۱۸۰۰ دي چې په دې کې ۱۴۰۰ د پنجشېر دی، دده په خبره چې پنجشېریانو ټول افغانستان او شتمني يې تر خېټه باندې کړې ده او نورو ته یې صرف زکات ورکړی دی.
دی وړاندې وايی چې د مخالفت بل دليل بیا په حکومت کې د ونډې غوښتل دي، دوی غواړي چې په حکومت کې بيا ورته ښې چوکۍ ورکړل شي.
دده په وينا چې دوی د خبرو له لارې د ستونزې د حل کولو هڅه کوي، خو په خبره یې چې دوی خپله پاليسي لري امریکايان اوس هم کابل لپاره ډېر ناوړه پلانونه لري او دوی سخت متوجه دی.
لیکوال سید جمال ابراهیمي
Comments are closed.