The news is by your side.

روسیه: د افغانستان کنګل شوې پيسې دې سمدلاسه پرېښودل شي

خبريال وېبپاڼه: د امنیت په شورا کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلی نبنزیا ويلي دي چې امريکا دې ژر تر ژره د افغانستان قيد شوې پيسې خوشي کړي، نوموړي په خپله وينا کې وويل چې د افغانستان څخه د متخصصينو د تېښتې او وتلو مخالف دي او ورسره امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پيسې سمدلاسه پرېږدي، ترڅو په دې هېواد کې نورې ستونزې جوړې نشي.

ياد استازي وويل چې د امنيت د شورا د قطعنامې مخالفت يې وکړ چې د روسیې له لوري وړانديز شوې دوه مادې په پام کې ونه نیول شوې، دی وايی چې روسیې وړاندیز کړی و چې د افغانستان بانک قيد شوې پيسې بايد بېرته پرېښودل شي او ترڅنګ د افغانستان څخه د متخصصو کسانو د فرار مخالفت وشي، د ښاغلي نبنزيا په خبره چې د پوهو کسانو وتل به د افغانستان پرمختګ له خنډ سره مخ کړي.

د روسیې استازي وړاندې پخپلو خبرو کې وويل چې دوی په افغانستان کې يو پايدار ثبات او سوله غواړي داسې چې ددې هېواد خاوره د تروریستي ډلو لپاره په پناه ځاي بدله نشي د نشه يي توکو تولید پکې نه وي، ده زياته کړه چې روسيه د افغانستان د ملت ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي چې موجودې ستونزې ټولې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

د افغانستان څخه په دې وروستيو کې بهرنیو هېوادونو د هوا له لارې د يو لکو لس زرو خلکو زیات کسان يووړل، که څه هم چې په دې کسانو ټول متخصصين نه و خو بيا هم د پام وړ برخه یې هغه کسان و چې په ټولنه کې فعال او په یوه برخه کې يې لاس خلاص و.

يوازې د هوا له لارې نه بلکې ډېری کسان د غیرې قانوني لارو هم له هېواده وتلي دي او ځینې د وتلو په حال کې دي کوم کسان چې پخپل وس باندې تلی شوی هغوي ډېر له وخته تللي دي.

د طا لبانو د راتګ سره د سختو قوانینو ترڅنګ زياته وېره د اقتصادي وضعيت سره ده، ډېری کسان وېره لري چې ددوی په حکومت به په افغانستان کې اقتصادي وده ورو وي، معاشونه به کم وي او داسې ژوند به څوک ترلاسه نکړي چې پکې ارام وي.

Comments are closed.