The news is by your side.

خليلزاد؛ د طا لبانو د امتحان وخت راورسېد

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې د افغانستان څخه تېره شپه د امريکايي ځواکونو وروستی پوځي هم ووت د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل چې اوس يو ځل بيا تصميم د افغانانو سره دی چې د خپلې راتلونکې په هکله پرېکړه وکړي، خليلزاد د امریکايي پوځیانو له قربانيانو څخه قدرداني وکړه او زياته یې کړه چې د طا لبانو د ازموينې وخت دی.

نوموړي وويل چې اوس د طالبانو د امتحان وخت رسېدلی دی، ايا هغوي به وکولی شي افغانستان داسې يوه لوري ته يوسي چې په هغه کې ټول افغانان ښځه او نارينه و سوکاله او خوشحاله وي، آیا افغانستان به په دې باندې وتوانېږي چې خپل ګڼ فرهنګ او کثرت نړۍ ته ورپېژني.

نوموړي زياته کړه چې دې اوږدې جګړې افغانان او امريکايان د ښو او بدو ګڼو طرفونو سره مخ کړل، امريکايانو او افغانان ډېر څه وکړل خو ټول يې اوږه په اوږه ترسره کړل.

خليلزاد وروسته له ډېر وخته د افغانستان په هکله يو ځل بيا په داسې حال کې څرګندونې کوي چې د اشرف غني د حکومت پلویان او چارواکي ورڅخه سخت خفه دي.

د اشرف غني د وياند معاونې فاطمه مورچل پخپل يوه بيان کې ويلي و چې خليلزاد د افغانستان سره خيانت وکړ، ترڅنګ یې نور ګڼ لوړ پوړي افغان چارواکي او د غني مريد خويه پلویان د روان ناورين اصلي عامل خليلزاد بولي.

خو د چارو شننونکي وايي چې د افغان حکومت چارواکي ډېر بې ظرفيته او بې شخصيته خلک و، هغوی تراوسه په دې نه پوهیدل چې د امريکا بهرنی سياست د چا د کينې او شخصي حواسو په بنسټ پرمخ نه ځي، بلکې همدا د امريکا پاليسي ده چې خليلزاد يې مخ ته وړي، خو د پخوانیو حکومتي چارواکو او د غني د پلویانو زور امريکا ته نه رسېږي په هغوی د نیوکې زړه نلري نو خليلزاد ملامتوي، د چا خبره خره ته یې زور نه رسیږي کتې ته یې سوټي نيولي دي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.