The news is by your side.

امريکايي وزير د طا لبانو او ټرمپ ترمنځ د تړون پټ رازونه افشا کړل

خبريال وېبپاڼه: د امريکا ددفاع وزرات پخواني سرپرست وزير کريس ميلر په خپلو تازه څرګندونو کې د ټرمپ یوه پټ پلان څخه پرده پورته کړې ده، ميلر د افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د ډونالډ ټرمپ د اصلي نيت په هکله په لومړي ځل پرده پورته کړه.

دغه پخواني امريکايي چارواکي پخپل تازه بيان کې ويلي دي چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو نیت نه درلود، ميلر دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو ملامتيا په ډونالډ ټرمپ باندې واچوله، په امريکا او غربي رسنیو کې ډېر کله د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او د وتلو په هکله د طالبانو سره د خبرو ملامتيا په ډونالډ ټرمپ اچوي ځکه چې په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ دا خبرې په دې سويه پيل کړې.

موجود ولسمشر جوبایډن ته نیږدې کسانو په رسنيو کې ويلي دي چې جوبایډن يوازې د ډونالډ ټرمپ پرېکړه عملي کړه، د بل لوري پخپله بيا جوبایډن پخپله دا وايی چې د افغانستان څخه وتل دده پرځای پرېکړه ده، جوبایډن استدلال کوي چې که امريکا لس شل کاله نوره هم په افغانستان کې پاتې شي پايله به يې همدا نن غوندې وي، جوبایډن تېره ورځ په دې هکله دا خبره هم وکړه چې د افغانستان لپاره یې خپل پوځ جنګ ونکړ ريس جمهور يې وتښتېده نو امریکا ولې ددوی لپاره جنګ وکړي.

په ډونالډ ټرمپ باندې د ځينو لوريو له لوري ملامتيا اچولو وروسته دغه پخواني امريکايي چارواکي وويل چې ډونالډ غوښتل چې طا لبان د افغان حکومت سره يو ځای خبرو ته تيار کړي وروسته ددوی يو ګډ حکومت رامنځته شي او بيا همدا حکومت له دوی سره د ۸۰۰ په شمېر د امريکايي ځواکونو پاتې کیدل ومني.

ميلر وايي چې د ډونالډ ټرمپ د داری مهمو کسانو ورته ويلي و چې دا ناممکنه نده چې په افغانستان کې دې بيا هم یوه اندازه عسکر پرېښودل شي.

ځينې نور چارواکي په ځانګړي ډول د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي وايي چې امريکايانو په وروستیو کلونو کې هېڅ ډول تلفات نه درلودل نو دوی ولې د افغانستان څخه وتلو ته غاړه کیښوده.

ځينې سياسي شننونکي بيا وايی چې ډونالډ ټرمپ اوس د افغانستان څخه د جوبایډن د خروج د مرحلې ناکامي وليده نو اوس صرف د سياسي پروپاګند لپاره دا خبرې د مختلفو لارو رسنيزې کوي چې ګواکي ده له افغانستان څخه په مکمل ډول ټول پوځيان نه ایستل.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.