The news is by your side.

جرمنی پوهاند: امريکا چې چېرته تللې تروریزم نور هم زيات شوی

خبريال وېبپاڼه: په جرمني کې د‌يوه علمي بنسټ مشر وايي چې په نورو هېوادونو کې د امریکا مداخله ددې سبب شوې چې تروريزم نور هم زيات شي.

په برلين کې ددې بنسټ مشر او بنسټګر وايی چې په افغانستان کې د طالبانو واک‌ته رسېدل دا په ډاګه کوي چې امریکا يو سخت او د شرم ډک شکست خواړه او د خپل اعتبار ته یې شديد زيان ورساوه.

د تروریزم د سياسي مطالعې ددې بنسټ مشر گویدو اشتاین برگ وايی چې د کابل د هوايي برید وروستی برید او د امريکا خروج دا په ډاګه کړه چې تروريزم نور هم قوي شوی او دوی په خپله هغه ادعا کې تروريزم له منځه وړي ناکام شوي دي.

دغه پوهاند وړاندې وايی چې همدا اوس په افغانستان کې د تروريزم خطر نه دی کم شوی بلکې زيات شوی دی، دده په خبره چې په افغانستان کې همدا اوس داعش شتون لري، القاعده موجوده ده او ورسره نورې ګڼې کوچنۍ ازبک تروريستي ډلې هم فعاليت لري، دی زياتوي چې دا ډلې هم په افغانستان هم په ګاونډیو او ممکن د نړۍ په نورو هېوادونو کې تروريستي بریدونه ترسره کړي.

ښاغلي ګویدو زياته کړه چې په وروستيو کلونو کې په عمومي ډول تروريزم زيات شوی دی، دده په خبره چې په ۲۰۲۰ م کال کې هم تروريستي ډلې زياتې شوې دي، هم يې بريدونه زیات کړي او ورسره یې د بریدونو تلفات هم زيات شوي دي، ده وويل چې همدا اوس په سوریه، عراق او افغانستان کې وضعیت د ۲۰۰۱ م کال څخه بد دی.

ګویدو وايی چې په افغانستان کې د طالبانو قدرت رسیدل د امريکا د يو سخت شکست ښکاره ثبوت دی، دده په خبره چې امريکا په افغانستان کې د شلو کالو حضور سره سره بيا هم په دې ونه توانېده چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمن کېدو مخه ونيسي.

نوموړی پوهاند وړاندې وايی چې امريکا په عراق باندې هم بې ځايه حمله وکړه دوی ويل چې هلته به ډیموکراسي يوسي خو‌ پايله یې دا شوه چې په عراق کې نور تروریستی ګروپونه هم پيدا شول او هلته وضعيت تر بل هرځای خراب شو، دده په خبره چې د امريکا مداخلو لا نور تروریستان پيدا کړي دي.

سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.