اروپايي ټولنې د اړيکو رغولو لپاره ط البانو ته مهم شرطونه ايښي
خبريال ويب پاڼه/ مهم شرطونه ټوله نړۍ د طالبانو کړنو او فعاليتونو ته ګوري او بیا یې ویلي چې پر همدې اساس به ورسره برخورد کيږي.
اروپايي ټولنې او غړو هیوادونو په افغانستان کې له ط البانو سره د اړیکو رغولو لپاره شرايط وضعه کړل.
پرون د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې شمېر يې ۲۷ ته رسيده د سلوانیا کرانچ ښار کې په ګډه د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
دوی وويل چې له طالبانو سره د ګډ کار کوولو موارد د دې ډلې له لوري رامنځته ته کيداي شي.
هغوی وويل چې ط البان دي بشري حقونو ته درناوی ولري، او په دې هېواد کې د بندو وګړو د مصؤن وتلو په برخه کې هڅه وکړي دوی ددې شرايطو په وړاندې کولو سره طالبانو سره روغه کولای شي.
اروپايي ټولنه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ط البانو ته له واک رسيدو وروسته ټوله نړۍ ګوري او دا ډله يې د واک پر ګدۍ د ازمون دایرې ته اچولې ده.
تراوسه پوري يو شمېر نورو هېوادونو هم ويلي چې دوی د ط البانو خبرو ته نه عمل ته ګوري خو تر اوسه هيچا هم د ط البانو نا اعلان شوی دولت په رسمیت نه دی پیژندلی.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې ويلي وو، چې غوی د ط البانو رسمیت پېژندلو ته بيړه نلري.
د ط البانو ډاډ
ط البانو ويلي چې د امريکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې او دوستانه اړيکې درلودل غواړي او ټولو مدني او بشري قوانينو ته پای بنده دي.
خو خلک د طالبانو له شتون څخه ويره لري او نه غواړي چې افغانستان کې پاتي شي او دا مهال زرګونه افغانان يا هم له هېواده وتلي او ځينې يې انتظار کوي.
د هېواد په هکله اندېښنې
يو لړ اندېښنې د اقتصادي کمزورتیا د جګړې د نوې بڼې رامنځته ته کيدلو او نورو په هکله موجودي دي او خلک خپل راتلونکي ته زیات اندیښمن دي چې څه به کيږي.
تراوسه پوري د طالبانو واکمنۍ يوې مياشتې ته نژدې کيږي خو د هيڅ راز پرمختګ څرک نه لګیږي او نه هم څه تر اوسه شوي دي.
Comments are closed.