The news is by your side.

د ط البانو د حکومت مشر مالوم شوی

خبريال ويب پاڼه/ تراوسه پورې نژدې هره ورځ د دې امکان وي چې ط البان د نوي حکومت اعلان وکړي او د هېواد زعيم مالوم کړي
اوس رويټرز خبري اژانس د ط البانو د راتلونکي مشر په هکله څرګندونې کړې چې دلته يې لنډيز را اخلو.
رويترز خبري اژانس ته د ط البانو مهمو سرچينو خبر ورکړی چې د دوی منځ کې د حکومت مشر مالوم شوی.
د راپور په دوام راځي چې ط الب سرچينو په ډاګه کړې چې د حکومت مشر به ملابرادر او همدارنګه عباس ستانکزی او د پخواني ط الب مشر زوی ملا يعقوب به د دوی د دولت ارشد چارواکي وي.
نن تر جمعې وروسته زيات امکان شته چې ط البان خپل مشر اعلان کړي او په دې سره به طالبان خپل نوی حکومت هم اعلان کړي
شاوخوا درې اونۍ مخکې طالبانو کابل ښار ونيوی او په دې سره يې د محمد اشرف غني حکومت و فرزاوه او په دې توګه د ط البانو ډله واک ته ورسېده.
تراوسه پوري داخلي ټاکنې او د دولت د مشر لپاره کومه پريکړه نه ده شوې ولې خلک همدې ته انتظار دي.
د رویټرز د دې راپور په هکله چې ملابرادر د حکومت مشر دی تر اوسه طالب رسمي سرچينو کومه تبصره نه ده کړې ولې همداسې تمې شته.
موده مخکې هم داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې ملا برادر د بهرنيو چارو او ملا یعقوب د دفاع وزيران ټاکل شوې.
نن زيات امکان شته چې د جمعې له لمانځه څخه وروسته د افغانستان لپاره د نوي حکومت اعلان وشي چې له دې وروسته به دا حکومت له ننګونو سره هم لاس او ګريوان وي.
تراوسه دا نه دي ويل شوي چې اسلامي ا،ا او که جمهوريت او ياهم بل دريم بديل به د حکومت د نوم لپاره نومول کيږي خو عام افغانان وايي چې بايد نور ژر تر ژره نوی حکومت په کار پيل وکړي او د دوی ستونزې هوارې کري.
تراوسه پوري دننه په هيواد کې د خلکو پر مخ لويي ستونزې پرتې دي چې له امله يې هیوادوال له زياتو ستونزوسره مخ دي خو ط البان وايي چې دوی به هرڅه حل او خلک هوسا کړي

Comments are closed.

koi finance