The news is by your side.

چين په افغانستان کې پانګونه کوي

خبريال وېبپاڼه: د ط ا لبانو وياند ذبي ح ا م وايي چې د چين حکومت په افغانستان کې پانګونې ته تیار دی، نوموړي دغه خبرې د يوې ايټالوي ورځپانې سره په مرکه کې کړې دي.

چين د افغانستان له مهمو ګاونډیو څخه دی او له ډېره وخته کېږي چې د کابل د نويو حاکمانو سره ښې اړیکې لري، د ط ا، لبانو وياند نن په خپله یوه مرکه کې د چين په هکله ډېرې مثبتې څرګندونې وکړې او د چين سره یې مشارکت او ګډ کار د خپلو لومړیتونو څخه ياد کړ.

ياد وياند د چين د سترې پروژې څخه هم ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې دوی د یوه لار یوه کمربند پروژې ته ليواله دي او غواړي په افغانستان کې د چين سترو پروژو ته ښه راغلاست ووايي، دی وويل چې دا پروژه د سيمې او نړۍ په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره ډېره زياته مهمه ده.

وياند د افغانستان د معدنونو په هکله هم خبرې وکړې او ویې ويل چې افغانستان ګڼ معادن لري چې چين کولی شي په دې معادنو پانګونه وکړي، هغه وويل چې چين کولی شي د افغانستان د مسو په کانونو کې پانګونه وکړي او دغه مس په عصري شکل د استفادې وړ کړي.

مجا، ه د د ايټاليا د هېواد سره د خپلو اړيکو په هکله هم خبرې وکړې او ويې ويل چې دوی د ايټاليا سره ښې او ددوستۍ اړيکې غواړي، نوموړي وويل چې دی هيله لري چې د ايټاليا حکومت به د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپېژني، مجا هد وړاندې وویل چې هيله لري دا مصاحبه د افغانستان او ايټاليا ډيپلوماتيک روابط غښتلي کړي.

په افغانستان کې د واک بحراني انتقال او د هني ناڅاپي تېښتې داسې حالت رامنځته کړ چې نوی جوړېدونکی حکومت یې همدا اوس د نویو اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړ، د افغانستان د نوي جوړېدونکي حکومت لپاره اوس ترټولو لويه ستونزه اقتصادي ستونزه ده چې بايد سمدلاسه یې حل کړ.

کم تر کمه د افغانستان نوی جوړېدونکی حکومت اوس دې ته سخته اړتیا لري چې د مامورینو معاشونه په وخت ادا کړي، په اقتصادي ډګر کې ط، البان د چين مرستې ته سترګې په لاره دي او په هغوی باندې ډېر حساب کوي.

چين هم ويلي چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګېدو سره تيار دی چې پانګونه وکړي د اوس لپاره چین په افغانستان کې د خپل سفارت دوام او د افغانستان سره په بشري مرستو باندې کفايت کړی دی.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance