The news is by your side.

امرالله صالح له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

خبريال وېبپاڼه: د سولې د خبرو د ناکامېدو وروسته ط، البانو په پنجشېر ولايت کې عمليات پيل کړي دي، پرون پيل شوي عمليات نن په ډېر زور سره روان دي او د سیمې څخه خپرېدونکې ويډيو ګانې ښيي چې ط، البان د پرمختګ په حال کې دي.

د همدې حال سره د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په خپل فېسبوک کې ليکلي دي چې نړيواله ټولنه دې مرسته ورسره وکړي، ط، البانو یې په وړاندې بې رحمه جګړه پيل کړې ده.

امرالله صالح ادعا کړې ده چې په دوی باندې هر ډول خوراکي او روغتيايي مواد بند شوی دي، ط، البان اجازه نه ورکوي چې دې ولايت ته دې روغتيايي مواد او يا هم نور اړين مواد دننه شي.

ده د مخابراتي شبکو د کار نه کولو څخه هم سر ټکولی دی او ويلي يې دي چې په پنجشېر کې انټرنټ او مخابرات کار نکوي او دی همدا سټلایټ سره وصل دی ځکه نو دده انټرنټ لا کار کوي.

ده په نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې دی د ط، لبانو بريد او کړنې دې وغندي، همدارنګه یې د افغانستان د خلکو همکاری غوښتې ده او ويلي يې دي چې دوی خو په پنجشېر کې د ټولو خلکو لپاره مټې را بډوهلې دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ډېری ولايتونه ط، البانو ته په سوله ايز ډول تسليم شول هېڅ جګړه پکې ونسوه او کوم تلفات هم رامنځته نشول خو په پنجشېر کې ځینې پخواني زورمندان راټول شوي دي او د تسليميدو لپاره ځانګړي شرطونه لري.

د ط، لبانو نېږدې همکاريو رسنيو داسې راپورونه ورکړي دي چې په پنجشېر کې پخواني زورمندان د موجودو طا مشرانو څخه ځینې غوښتنې لري چې د پخواني جنګ سالار احمد شاه مسعود نوم په نوي اساسی قانون کې د ملي اتل په نامه ثبتول یو له هغو دی.

ددې ترڅنګ دوی په افغانستان کې صدارتي نظام غوښتی دی چې صدراعظم بايد ددوی په خوښه وي او ورسره یې دا هم ويلي دي چې د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت په وزارتونو کې بايد ددوی يو يو مشاور او مرستیال هم شتون ولري.

ط، البانو دغه غوښتنې د يوه سره رد کړی دی او ويلي يې دي که دوی تسليم شي مال او سر به یې خوندي وي له دې پرته صرف د جګړې لار پاتې ده.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance