پنجشير کې بمبار چا کړی

خبريال ويب پاڼه/ ط البانو ادعا کړې چې نن يې د افغانستان پاتي ولايت پنجشير په مکمله توګه ونيوی او په دې سره دوی د ټول. افغانستان واکمن شول.
خو له دې ولايت څخه سيمه ييزې سرچينې وايي چې تير مازيګر د پنجشير د مقاومت ډلې پر سنګرونو باندي بريدونه شوي دي.
تراوسه پوري د دې هوايي بريدونو په هکله هيڅ هم نه دي ويل شوي، خو زيات شکونه يې راپورته کړي ځکه تراوسه طا البان د هوايي بریدونو وړتيا نلري او امریکا شتون نلري نو بيا سوال دادی چې دا بريدونه چا وکړل؟
يو شمېر راپورونه وايي چې د پنجشير والي او د بادغيس د خلکو يوه استازي د دې بريدونو پخلی کړی او دا کار يې د پاکستان بللی.
ولې په رسمي ډول تر اوسه پوري هيچا هم د يادو هوايي بریدونو په هکله څه نه دي ويل شوي.
دا بريدونه چا کړي؟
دا چې ط البان د هوايي ځواک اسانتياوې نلري نو مهمه پوښتنه داده چې دا الوتکې د چا او له کوم لوري راغلې؟
امریکا ویلي وو، چې له دې وروسته به افغانستان کې د داعش ترهه ګره ډله په نښه کوي او له طالبانو سره په همغږۍ سره به پرې بريدونه کوي خو ط البانو په دې هکله څه نه دي ویلي.
ط البانو خبرداری ورکړی چې په نژدې راتلونکي کې به د نوي حکومت اعلان وکړي او خپل نوی مشر به وټاکي.
اندېښنې که څه هم ط البان د ټول افغانستان واکمن دي خو تر اوسه يې نوی حکومت نه دی جوړ کړی او په دې هکله د خلکو اندیښنې ورځ تربلې زياتيږي.
د خلکو اندیښنې بې کاري د راتلونکي په اړه نه تضمين کمزوری اقتصاد او داسې نور دي چې وايي حل به نه شي او حالت به خراب شي.
تراوسه پوري افغانستان کې بانکونه تړلي د کارکوونکو تنخواوي نشته او همدارنګه ټول خدمات په ټپه ولاړ دي خو ط الب ډله وايي چې دوی به سرپرست حکومت اعلان کړي او هرڅه به بيرته عادي حالت ته وګرځي او خلک دي په بې غمه زړه خپل ژوند ته دوام ورکړي.