The news is by your side.

ترکیه لومړی هېواد شو چې د تا، لبانو د نوي حکومت په هکله یې دريځ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې ط، ا لبانو خپله کابینه اعلان کړه ترکيه لومړي هېواد شل چې رسمي غبرګون یې وښوده، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي دي چې حالات له نېږدې څاري.

اردوغان پخپله وينا کې وويل چې تا، لبانو دا کابينه د يوې موقتې کابينې په توګه معرفي کړې ده، ده ويلي حالات له نېږدې څاري او د حالاتو مطابق به پرېکړه کوي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم په دې هکله خبرې وکړې او د تا، لبانو د په رسمیت پېژندلو اړوند يې وویل چې دوی د تا، لبانو د په رسميت پېژندلو ته بېړه نلري او د تا، لبانو د کړنو مطابق به د هغوي د رسميت پېژندلو په هکله خپله پرېکړه وکړي.

ترکیه یو له هغه هېوادونو څخه وه چې غوښتل ېې پوځیان یې په افغانستان کې پاتې سي او د کابل د هوايي ډګر چارې په مخ يوسي، خو د پرلپسې ټينګار او غوښتنې وروسته بيا هم تا، لبانو دا غوښتنه ونه منله او ويې ويل چې په تخنيکي ډول د ترکيې مرسته غواړي خو په هېڅ صورت کې به د هغه پوځيان په افغانستان کې ونه مني.

ذبيح ا م په دې اړوند ويلي و چې د هېڅ هېواد يو پوځي هم په افغانستان کې د هېڅ نوم لاندې هم نشي پاتې کېدای، ده وويل چې دوی دومره قوت لري چې د هوايي ډګر په شمول د افغانستان د هرې نقطې امنیت تامین کړي ځکه نو د پردیو عسکرو شتون د منلو وړ نه دی.

پرون بيا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو يو ځل بيا ووايه چې يو امکان دادي چې کابل کې ددوی تخنيکي ټيم د کابل د هوايي ډګر پر مخ وړلو ته دوام ورکړي او د امنیت چارې يې يوه شخصي شرکت ته ورکړل شي.

تا، لبان تمه لري چې د افغانستان په بيا رغونه او اقتصادي وده ترکيه ورسره مرسته وکړي، خو ددې سره سره تېره ورځ ددوی وياند وويل چې بهرنۍ مرستې غواړي خو قيد او شرط پکې نه مني.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance