ملګرو ملتونو بلاخره د افغانستان په هکله ښه فیصله وکړه

 خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو سره کړېدلو افغانان د نوي کړاونو سره د مخ کېدو په حال کې دي، که څه هم د جګړې لمبې نور په ورکېدو دي خو د بل لوري بيا افغانان د شديد فقر او ورسره د منزوي کېدو سره مخ دي، له همدې کبله اوس يو درد خلاص نه وي چې بل پيل شي.

 مګر تازه اوس د ملګرو ملتونو عمومي منشي په نړيوالو غږ کړی دی چې د تا، لبانو په خاطر دې عام افغانان نه مجازات کوي هغوی هسې هم ډېر ځورېدلي دي، نور بايد تر دې زيات ونه ځورول شي، آنتونیو گوترش پخپله وينا کې وويل چې نه باید په افغانستان کې داسې وضعيت راتلو ته اجازه ورنکړل شي چې خلک له لوږې مړه شي.

 ملګري ملتونه وايي چې بايد یو منظم سیستم جوړ شي چې په اساس یې د افغانستان خلکو ته پرته له دې چې پيسې د تا، لبانو په ګټه مصرف شي مرستې ورسېږي، يوه طرحه چې څو ورځې وړاندې مطرح شوه دا وه چې ملګري ملتونه به بې وزله افغانانو ته په مستقيم ډول دوه سوه ډالر جمعه کړي پرته له دې چې د تا، لبانو لاس پکې دخيل شي.

 مګر دننه په افغانستان کې بيا حالات بدل دي، همدا اوس ډېری افغانان د خپلو بانکي حسابونو څخه خپل پيسې حتی سل ډالر هم په اسانۍ نشي اخیستی، په بانکونو هومره زیات بیروبار دی چې يو کس بايد په ورځو انتظار وباسي ترڅو بانک ته لاره پيدا کړي او ولاړ شي يو سل ډالر ترلاسه کړي‌.

 د امريکا له لوري د افغانستان د پيسو کنګل کېدل او د افغانستان د نوي حکومت نه په رسمیت پېژندل ددې سبب شوي چې نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق د افغانستان د حکومت سر په خپلې راکړې ورکړې وځنډوي او بلاخره په افغانستان کې بانکي سيستم او سوداګري د سختو مشکلاتو سره مخ کړي، شننونکي وايي چې اوس د تا، لبانو مجازات کول د افغانانو مجازات کول دي، دوی د اوس د‌ افغانستان په ټوله خاوره واک لري او نړیوالو ته پکار ده چې ددوی سره خپل چلند بدل کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More