The news is by your side.

دوحه کې خبرې؛ امریکا صرف د تا، لبانو یوه غوښتنه ومنله

 خبريال وېبپاڼه: د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو د وزير او ورسره مل پلاوي او د امریکا د متحده ايالاتو د يوه هيئت ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې، په دې خبرو کې په يو لړ مهمو مسايلو باندې خبرې وشوې خو توافقات کم و، د امريکا متحده ايالاتو يو ځل بيا هم وويل چې د تا، لبانو تر خبرو هخوا به د هغوی عمل ته ګوري چې هغوی په عمل کې څه کوي.

 په دغه مسايلو کې يوه ډېره مهمه مسله په کابل کې د امريکا سفارت بيا پرانيستل او د افغانستان د نوي حکومت د امريکا له لوري په رسميت پېژندل و، خو په دې هکله باندې په ښکاره تراوسه پرمختګ نه دی رامنځته شوی، امريکا اوس هم پخوانۍ خبره کوي او وايي چې د تا، لبانو عمل ته به ګوري، خو د رسمیت په هکله شنونکي وايي چې امريکا په افغانستان کې د تا، لبانو له لوري یوه شرمېدونکې ماتې خوړلې ده او اوس غواړي چې په رسميت نه پېژندلو تا، لبانو ته سزا ورکړي.

 امريکا په دوحه کې د تا، لبانو سره په خبرو کې د هغوی صرف یوه غوښتنه منلې ده چې د افغانستان سره به بشري مرستې کوي او په دې هکله به موجود د‌نړیوال سيستم خنډونه له منځه وړي، له دې پرته په نورو مهمو مسايلو هم خبرې شوې دي خو په دې خبرو کې کوم پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

 د افغانستان د نوي حکومت استازي غواړي چې د امريکا سره د مشروعیت خبره حل کړي ترڅو پورې د نورې نړۍ سره اړیکې پيل کړي، دوی په دې پوهیږي چې د امريکا سره د اړيکو ښه کول به د نورې نړۍ سره اړیکې په اسانۍ ښې کړي، ځکه تراوسه پورې د سیمې هېوادونه ټول چوپ خوله دي او په هېڅ ډول يې د تا، لبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو ته زړه نه دی‌ ښه کړی.

Comments are closed.