The news is by your side.

د روسیې څخه د تا، لبانو حیرانونکې غوښتنه

 خبريال وېبپاڼه؛ د افغانستان نوی حکومت چې د جوړیدو یې شاوخوا دوه میاشتې کېږي نه دی توانېدلی چې په ملي او نړيوال مشروعیت کې کومه ځانګړې بريا ترلاسه کړي، که څه هم افغانان په کور دننه د موجود حالت څخه په نسبي ډول راضي دي او خوښ دي چې هېواد یې وران نشو او نوی حکومت په سوله ايز ډول تشکيل شو خو د سختو اقتصادي مشکلاتو او ستونزو زياتوالی یې ورځ تر بلې اندېښمنوي.

 د دوه میاشتو د تېريدو سره سره بيا هم هېڅ هېواد د تا، لبانو حکومت په رسميت ونه پېژندې او دې چارې د حکومت او خلکو لپاره د کار پرمخ وړل نور هم ګران کړل، د افغانستان د نوي حکومت مشرانو ددې واقعيت په ليدو سره په دوحه کې يو ځل بيا د امریکايي لوري سره خبرې اترې پيل کړې او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو د وزرات مرستیاله ونډي شرمن هم سمدلاسه د پاکستان د سفر څخه دوحې ته لاره خپله کړه.

 د امريکا او د افغانستان د نوي حکومت د استازو له لوري ددوه ورځنيو خبرو وروسته بيا هم داسې ښکاره څه په لاس کې ونه ليدل شول، د افغانستان لوري خبرې مثبتې وارزولې او امريکايي لوري هم وويل چې خبرې مسلکي او سپینې وې، خو ددې هرڅه سره سره د رسمیت او د افغانستان د کنګل شویو پيسو په هکله کومه خوش خبري رانغله، امريکايي لوري په ښکاره صرف دومره ووژل چې د افغانستان سره به بشري مرستې وکړي.

 د امريکا څخه د نوي حکومت د هيلو د کمېدو سره په کابل کې د افغانستان د حکومت وياند په یوه بيان کې وويل چې دوی له روسیې سره په دې اړه خبرې کوي چې ددوی حکومت په رسمیت وپیژني، ددې ترڅنګ وياند ذبيح ا م دا هم وويل چې دوی له روسیې غواړي چې د افغانستان په بيا رغونه کې ونډه واخلي او دلته پانګونه وکړي.

 تراوسه پورې د روسیې حکومت د افغانستان د نوي حکومت د وياند ددې څرګندونو په هکله څه نه دي ويلي خو وړاندې يې ويلي و چې په افغانستان کې موجود حکومت ټول شموله نه دی موجود حاکم ټیم بايد یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي.

Comments are closed.