The news is by your side.

د افغان ملت د شرمولو نوې لړۍ او د علمي مرکزونو نابودي

خبريال وېبپاڼه: څو ورځې وړاندې طا، لبانو د نويو مقرریو په لړ کې د کابل پوهنتون ريس بدل کړ او د خپلې ډلې يو کس يې ددې پوهنتون ریاست ته وړاندې کړ، محمد اشرف غيرت ددوي له لوري د کابل پوهنتون د ريس په توګه وګومارل شو.

محمد اشرف غيرت صرف د ليسانس تر کچې زده کړې ترسره کړي دي او کومه علمي تجربه نلري، بدون له شکه چې د يوه بې تجربې او د علمي کدر څخه لرې د ليسانس سند لرونکی کس ددومره ستر علمي بنسټ د مشر په توګه ټاکل د خلکو له غبرګون سره مخ شول‌، په ټولنيزو رسنيو کې خلکو دغه پرېکړه د افغانستان د شرمولو د نوې لړۍ په نامه ياده کړه.

د طا، لبانو د نويو مقرریو سره اوس ډېری بهرنيان د رشخندی په پار ددوی مقرر شویو کسانو انځورونه خپروي، تر دې وړاندې يې د مرکزي بانک ريس داسی يو کس ټاکلي و چې صرف ليکل او لوستل کولای سي نورې هېڅ ډول زده کړې نلري‌.

د طا، لبانو پلویان وايي چې پخوانی حکومت ښه مسلکي خلک ټاکلي و خو ټولو غلا کوله، خو دوی هېروي چې دوی دا هرڅه د اسلام په نوم پخپل کنټرول کې واخیستل، خو اوس پرېکړې بايد د اسلام په اساس وشي نه ده پخواني حکومت د کسانو د کړنو د پرتلې په بنسټ، قرآن واضح حکم کوي چې کار بايد اهل کار ته وسپارل شي.

د طا، لبانو له لوري دا ډول ټاکنې د يوې فاجعې څخه کمې نه دي، هغه کسان چې پرېکړې کوي او ددا ډول ټاکنو صلاحيت ورکړل شوی دی هغوی به څومره مسلکي وي؟ داسې خلکو ته دومره صلاحيت ورکول چې د هغوي د ګومارلو نمونه دا ډول وي د افغانستان لپاره يو بد زېری دي، د طا، لبانو په لوړو ليکو کې دا ډول کسان شتون لري چې د اشرف غيرت غوندې کس د کابل پوهنتون د رياست وړ ګڼي دا پخپله د افغان انسان لپاره د ناهيلۍ خبر ورکوي‌.

اوس خو طا، لبان صرف د خپل فکر او ډلې خلک ټاکي، ځکه حکومت یې په زور نیولی دی، خو حداقل دومره پام خو دې وکړي، پخپله ډله کې، ددوي په پلویانو کې، يا د افغانستان په ټوله کې اکاډمیکه ټولنه کې خو به يو کس ددې وړتیا درلوده چې هم نېک انسان وي او هم لوړې زده کړې ولري ترڅو د کابل پوهنتون غوندې د يوه ستر علمي مرکز مشر وټاکل شي.

موږ پخوا د غني د حکومت د فساد څخه په نړۍ کې سترګې نشوې پورته کولی په شرمونو شرمېدو نن د طا، لبانو ددې رشخند مقرریو او پرېکړو له کبله، نور دې په دې ملت رحم وشي او ددې ملت د عزت سره دې لوبې نه کېږي.

Comments are closed.

koi finance