The news is by your side.

کرزی: طا، لبانو مې تراوسه مشورې نه دي منلې

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پخپله تازه مرکه کې د افغانستان د روان وضعیت په هکله مهمې څرګندونې کړې دي، ښاغلي کرزي دغه مرکه د يوې ايرانۍ رسنۍ سره کړې ده او د کابل کې د طا، لبانو د واکمنۍ په هکله یې خپل نظر بيان کړی دی.

نوموړي پخپله مرکه کې ويلي دي چې دده هيله دا وه چې نوی حکومت د خبرو له لارې رامنځته شي خو له بده مرغه داسې ونشول، د افغانستان حکومت سقوط وکړ او د افغانستان پوځ هم تیت شو، کرزي پخپلو خبرو کې وړاندې زياته کړه چې د افغانستان پوځ باید دا ډول له منځه نه وی تللی بلکې پوځ پخپل ځای پاتې شوی وی، وروسته طا، لبان هم د پوځ سره يو ځای شوی وی په دې ډول به يوه ډېره قوي اردو رامنځته شوې وه.

دی په خپلو خبرو کې د طا، لبانو د واکمنۍ په هکله وايي چې دوی طا، لبانو ته څو سپارښتنې وکړې چې يوه پکې د ملي بيرغ ساتل او بله هم د ټول شموله حکومت جوړول و، کرزی وايي چې تراوسه پورې طا، لبانو دغه مشورو ته چندان غوږ نه دی نیولی خو هیله لري چې طا، لبان به خپله کابينه اصلاح کړي.

د طا، لبانو په کابينه باندې دا نیوکې کېږي چې په ټوله کابينه کې یې مسلکی کسان په نشت برابر دي، په ټولو يا مطلق اکثریت لویو او کوچنیو پوستونو کې طا، لبان او ملان ټاکل کېژي، کوم چې هېڅ ډول مسلکي زده کړې د خپلې دندې اړوند نلري.

خو طا، لبان وايي چې دوی حکومت په زور نیولی دی، لکه څنګه چې شمالي ټلوالې واله ويل چې دوی مجاهدین دي، دوی دفاع کړې ده اوس نو په حکومت کې دوی لويه ونډه لري، همدا ډول طا، لبان هم وايي چې حکومت یې په زور نیولی دی، کله چې ددوی د پلویانو او غړيو او شنونکو څخه پوښتنه کېږی چې ولې دا ډول غیرې مسلکي ټاکنې کوی نو دوی وايی چې پخواني حکومت خو هم غیرې مسلکي ټاکنې کړې وې‌.

د کرزي له نظره په هېواد کې د اوږد مهاله ثبات لپاره دا ډېره مهمه ده چې کابينه هم په مشارکتی اوهم په مسلکي ډول اصلاح شي.

کرزی وړاندې وايي چې دی پخپله د هېڅ ډول چوکۍ غوښتنه نکوي، نوموړي وويل چې ۱۴ کاله په قدرت کې و چې دا کافي وخت دي او نور هېڅ ډول هوس نلري چې حکومت کې کومه چوکۍ ولري.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance