The news is by your side.

د آی اس آی وياند: د طا، لبانو په ژمنو هېڅ شک نلرو

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی وياند بابر افتخار نن ددې هېواد اردونيوز رسنۍ سره پخپله مرکه کې يو ځل بيا د طا، لبانو له لوري د ډاډ خبره کړې ده او ويلي يې دي چې د امنتي مسايلو په برخه کې د طا، لبانو له تضمين او ضمانتونو څخه دوی په پوره ډول راضي دي او په هکله باندې نه يوازې چې کوم شکایت نلري بلکې خوشبين دي.

بابر افتخار اردونيوز ته وويل چې طا، لبانو ددوی سره ژمنه کړې ده چې په هېڅ صورت به د افغانستان خاوره د هېڅ ډلې او يا کوم هېواد له لوري د پاکستان په ضد باندې نه استفاده کېږي، نوموړي پخپلو خبرو کې زياته کړه چې پاکستان د خپلو امنیتي ګټو لپاره په منظم ډول د طا، لبانو سره همکاري کوي او دې همکارۍ ته به دوام ورکړي.

افتخار زياته کړه چې دوی داسې هېڅ کوم دليل نه ويني چې د هغه په اساس باندې دوی د طا، لبانو په کړنو باندې شک وکړي، ده وويل چې د پاکستان پوځ د خپلو ملي ګټو لپاره د طا، لبانو سره د نیږدې څخه په تماس کې دی.

په دې وروستيو کې د پاکستان د حکومت له لوري د افغانستان د نوي حکومت چې په سر کې یې طا، لبان دي بېلابېلې څرګندونې کوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزير ځو ورځې وړاندې وويل چې له کله چې د افغانستان حکومت طا، لبانو په لاس کې اخیستی دی نو په پاکستان کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د رسنيو د راپورونو په بنسټ يوازې په راونه مياشت کې د پاکستان په پوځ باندې د ۲۶ څخه زیاتې حملې شوې دي، د پاکستان پوځ بیا وايي چې دوی اندیښنه لري چې د تحريک طا، لبان پاکستان ډله دې د افغانستان خاوره ددوی په ضد باندې کاروي او د هغه ځايه دې په پاکستان کې بریدونه کوي، کومه اندیښنه چې د افغانستان حکومت بار بار رد کړې ده.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د طا، لبانو بريا ددې سبب شوې ده چې د پاکستان تحريک طا، لبان هم هيلې پيدا کړي چې کولي شي چې د وسله والې مبارزې په پايله کې د پاکستان حکومت يا رانسکور کړي او يا یې هم حداقل د پاکستان په حکومت باندې شرعي نظام او قوانین ومني.

Comments are closed.

koi finance