The news is by your side.

طالبانو د درالانشا د ریس قادر ځاځي ساتونکي ‌وډبول

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو طالبانو په کابل کې د افغانستان د پارلمان د درالنشا دریس عبدالقادر ځاځي ساتونکي‌ ډبولي او د هغه دفتر یې قبضه کړی دی. 

په ابل کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌ چې وسله وال طالبان چې شمېر یې شاوخوا (۱۵) کسان کېده د قادر ځاځي‌پر دفتر ورغلل.‌

خبریال ډاټ کام ته په لاس ورغلې ویډیو ګانې ښيي چې د قادر ځاځي‌ ساتونکي‌ د طالبانو له لوري‌وهل کېږي‌او تر سخت تحقیر لاندي‌دي.‌

که څه هم وسله وال طالبان رسما ددې پېښي په اړه پټه خوله دي خو خبریال وېبپاڼې ته د طالبانو یوې سرچینې وویل چې د قادرځاځي ساتونکو لا هم هڅه کوله چې د نوموړي‌دفتر او موټرونه حفظ کړي؛ خو د سرچینې په خبره چې د « مشرتابه امر» دی چې د قادر ځاځي موټرونه او دفتر په کنټرول کې واخلي. 

موږ همه وکړه چې په دې تړاو د قادر ځاځي یا د هغه د امنیتي ساتونکو غبرګون تر لاسه کړو خو ونه توانېدو. 

د یادولو وحده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په غچ اخیستلو لاس پوري‌کړی دی او تر ډېره بریده هغه کسان په نښه کوي چې په تېر ډیمو کراټیک نظام کې د طالبانو خلاف خبرې کړې یا یې وسله اخیستې ده. 

Comments are closed.