The news is by your side.

امريکا؛ د غني له تېښتې نه و خبر او نه مو ورسره مرسته کړې

خبريال وېبپاڼه: د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن تېره ورځ د افغانستان د یوه شخصي تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې د غني د تېښتې څخه یې خبر نه درلود او په دې پروسه کې یې د غني سره همکاري نه ده کړې.

انتوني بلينکېن وويل چې اشرف غني د تېښتې يوه ورځ وړاندې په ټليفون کې خبرې ورسره وکړې او ورته ويې ویل چې که چېرې خبرې ناکامه شوې نو تر مرګه پورې به جګړه کوي، څو بله ورځ دوی خبر شول چې غني کابل خوشي کړی دی.

په ۱۵ د اګسټ اشرف غني خپلو ساتونکو ته وویل چې ددفاع وزارت ته ولاړ شي ځکه دی پلان لري چې ددفاع وزارت څخه ليدنه وکړي او د هېواد د روانو پوځي حالاتو په هکله ددفاع له وزير سره وګوري او پوځي عمليات وڅاري، د ورځې په يولسو بجو غني د تېښتې تیاری بشپړې کړې وې او د افغانستان څخه یې تېښته وکړه، د غني تېښتې غوغا جوړه کړه او کابل د بې سرنوشتی سره مخ شو.

په هغه وخت کې تا، لبانو خپلو جنګياليو ته امر کړی و چې د کابل په دروازو کې ودرېږي او کابل ښار ته نه دننه کېږي ځکه خبرې روانې چې کابل په سوله ايز ډول تسليم شي.

خو کله چې غني وتښتېده نو وروسته په کابل کې د فرصت طلبو کسانو له لوري په کابل کې د چور وېره رامنځته شوه او خلکو د تا، لبانو څخه وغوښتل چې سمدلاسه ښار ته دننه شي نظم او امنيت ټينګ کړي.

همغه و چې تا، لبان کابل ښار ته دننه شول، د غني ژوند ته په واقعيت کې هېڅ خطر نه و متوجه، مګر هغه ته نېږدې کسان وايی چې غني د تېښتې دا ډول لاره ځکه غوره کړه ترڅو په غیرې قانوني ډول د زیاتو نغدو پيسو لاره په لاس ورشي.

خو غني د پیسو د تښتولو تورونه ردوي، پرون یې هم په یوه پیغام کې وويل چې هېڅ ډول غلا یې نه ده کړې، خو شنونکي وايي چې غني تل دروغ وايي، ځکه د هغه شاوخوا ټیم مکمل د غلا ټیم و، غني هغوی ښه پېژندل خو بيا یې هم حمدالله محب او فضلي د ځان سره ساتل او ټول واک یې هغوی ته سپارلی و.

نو غني د غلا او د افغانستان د بيت المال د چور پلان د اول څخه نيولی و او بلاخره يې په وروستي قدم کې يو ځل بيا افغانستان ته یوه لغته ورکړه او ۱۶۹ ميليونه ډالر یې غلا کړل.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance