The news is by your side.

د اشرف غني تازه پيغام، د افغان ملت څخه یې بخښنه وغوښته

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل یوه تازه پیغام کې چې د هغه د ټويټر د رسمي حساب څخه خپور شوی دی په ده باندې د پیسو د تښتولو تورونه رد کړي دی او ويلي يې دي چې تیار دی د نړيوالې ټولنې په مخ کې حساب ورکړي.

وروسته له هغه چې اشرف غني عربي متحده اماراتو ته وتښتېده دا د هغه دوهم پيغام دی چې خپروي، غني چې په دې تېښته د سختو نيوکو لاندې دی په دې پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان د خلکو څخه بخښنه غواړي چې په دې ډول يې حکومت او دورې ته د پای ټکی کېښودل شو.

هغه ويلي چې د افغانستان له خلکو څخه بخښنه غواړم چې زما دور هم لکه د نورو افغان ولسمشرانو د ناورین سره پای ته ورسېده، ده وړاندې يو ځل بيا د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې ده او ويلي يې دي چې د افغانستان د خلکو څخه ددې خاطره بخښنه غواړم چې ددوی په ژوند کې مې مثبت بدلون رانه وست.

اشرف غني چې د تا، لبانو سره د خبرو لپاره یې د یوه کال څخه ډېر وخت درلود د واک انتقال حتی د موقت حکومت د جوړېدو څخه هم انکار کاوه او پلویانو یې موقت حکومت ډېره لويه خطا ګڼله مګر هغه په وروستۍ ورځ داسې کار وکړ چې موقت حکومت هرڅه یې صفر کې ضرب کړل او مستقيم يي واک تا، لبانو ته وسپاره.

په غني باندې نیوکې له همدې کبله زیاتې دي چې د جګړې لاره يې ټاکلې وه خو اخر يې ملک پرېښود او خلک یې په ميدان د طا، لبانو رحم ته پریښودل، که څه هم پلویان يې وايي چې هغه په ځای تیښته وکړه ځکه چې کابل کې د جګړې مخنيوی وشو.

خو حقیقت دادی چې غني خپله دوره کې د جنګ لپاره پانګونه وکړه، هغه ټول جنګ طلبي پخپل څنګ کې راټول کړل، ان د جوبایډن سره په وروستۍ وینا کې یې هم د بمباریو د زياتېدو غوښتنه کوله، هغه په دې پوه و چې پولیس او اردو په کابل کې جګړه نکوي چې د حوزو څخه پوليس سهار تښتېدلي و.

نو په دې پوهېده که جګړه وکړي پايله يې مرګ‌ ده او د تېښتې فرصت هم له لاسه ورکوي له همدې کبله یې صرف د خپل سر د خير لپاره تیښته وکړه.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance