تازه خبر: تا، لبانو د پاکستان په وړاندې لومړی بندیز اعلان کړ
خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د اشرف غني د بې تدبيره تېښتې له کبله حالات تراوسه پورې سم نه دي کابو شوي، د افغانستان پيسې کنګل دي، تګ راتګ ګران شوی دی، راکړې ورکړې د سختو ستونزو سره مخ دي او پخوانی متفکر په دوبۍ کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.
د افغانستان له دې ناوړه حالت څخه پاکستان په پوره بې رحمۍ استفاده کوي او د افغانانو په جيب د وروستیو پاتې څو ډالرو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ ډول اخلاقي او قانوني حدود نه پېژني او څه ډول چې کولای شي په همغه ډول غواړي د افغانستان خلک لوټ کړي.
ددې هېواد دولتي هوايي شرکت چې يو سخت بدنام شرکت دی کابل ته د خپلو ټیکټونو بیې دومره لوړې کړي دي چې نور یې ان د ښه اقتصاد لرونکي افغانان هم نشي اخیستی، د ۱۵۰ ډالرو ټيکټ د پاکستان دولتي شرکت په افغانانو باندې نه ۲۵۰۰ ډالر باندې پلوري، د پاکستان د حکومت د بدو لاس دومره اوږد دی چې دې هېواد ته یې د افغانستان د شرکتونو په الوتنو باندې بنديز لګولی دی او صرف خپل دولتي شرکت یې اجازه ورکړې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې جاري وساتي.
د بل لوري بيا ددوی په بې رحمي او ظلم د هوا تر څنګ په ځمکه کې هم دوام لري، د ځمکې له لارې پاکستان تلونکي افغانان د ويزې د درلودلو سره بيا هم نه پریښودل کېږي او ورته ويل کېږي چې د ګېټ پاس په نامه يوليک د پاکستان د سفارت څخه ترلاسه کړی، دا ليک د پاکستان د سفارت د نېږدې کسانو له لوري په ۵۰۰ او ۷۰۰ ډالرو باندې خرڅېږي، مريض، محصل، تجار هېڅ ډول افغان دوی بدون له یادې ورقې پاکستان ته نه پرېږدي.
خو تازه اوس مپانيوز خبر ورکړي دی چې د افغانستان حکومت پاکستان ته يو ليک استولی دی په کوم کې چې پاکستان خبرداری ورکړل شوی دی چې که چېرې د افغانستان هوايي شرکتونو ته پاکستان ته د پروازونو اجازه ورنکړل شي نو د پاکستان هوايي شرکت به هم وروسته له دې افغانستان ته د پرواز اجازه له لاسه ورکړي.
Comments are closed.