The news is by your side.

عربي متحده اماراتو په غني دوه تازه محدوديتونه وضع کړل

 خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې له مېشت کېدو وروسته اوس د ځينو نويو محدودیتونو سره مخ شوی دی، ويل کېږي چې ددغه هېواد حکومت د ځينو سببونو له کبله په ښاغلي غني باندې ځینې تازه محدويتونه وضع کړي دي، دغه نوي محدوديتونه به د غني لپاره د فعاليت کړی تر ډېره نوره هم راتنګه کړي.

 متحده عربي اماراتو کې اشرف غني ته‌ ويل شوي دي چې د هېچا سره دې پرته له دې چې د حکومت اجازه ترلاسه کړي ليده کاته نه ترسره کوي، کله چې دی غواړي د چا سره وويني نو لومړی به‌ ددې هېواد حکومت خبروي ورپسې ورورسته له دې چې د عربي متحده اماراتو حکومت خپله پرېکړه وکړه او که چېرې یې د ليدنې ترسره کېدل مناسب وګڼل نو بيا به غني کولی شي چې د یو کس سره وګوري پرته له دې اشرف غني نشي کولای چې د چا سره پخپل سره ليده کاته وکړي.

 ددې ور هاخوا اشرف غني ته دا هم ويل شوي دي چې رسنيو ته دې نه ورښکاره کېږي او په رسنيو کې فعاليت نکوي، دا پرېکړه په یو ډول د غني لپاره د‌ بيان د ازادۍ د ختمېدو په مانا ده، اشرف غني وروسته له دې نشي کولای چې د رسنیو سره خبرې وکړي، ده وروسته له دې چې د هېواد څخه ولاړ يو ځل د يوه ويډيويي پيغام له لارې د خلکو سره خپل پیغام شريک کړ او بيا یې يو ځل د توپير له لارې يوه اعلاميه خپره کړه پرته دې له هغه څه رسنيز يا سياسي فعاليت نه دی درلودلی.

 شنونکي وايي چې اشرف غني ډېر انتخابونه نلري ا وپه دې وخت کې مجبور دی د عربي متحده اماراتو شرطونه ومني او څه ډول چې هغوی غواړي خپل ژوند هلته همغه ډول تنظیم کړي، د اماراتو او غني پرته نورو هېوادونو کې هم مېشت افغان سياستوالو ته‌ويل شوي دي چې د افغانستان د نوي حکومت په وړاندې د سياسي فعالیت څخه لاس واخلي.

Comments are closed.