The news is by your side.

د زلمي خليلزاد د نوي رول په هکله مهم خبر راغی

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خليلزاد د کار د پای په هکله که څه هم پوښتنې شتون لري خو تراوسه پورې دقیق مالومات نشته دي، ډېری خلک په خليلزاد باندې نیوکې لري او د امريکا د حکومت څخه غواړي چې هغه له دندې لرې کړي خو داسې خبر تراوسه پورې نشته چې امريکا دې هغه له دندې لرې کړي.

تازه اوس روسیې په مسکو کې د افغانستان په هکله د يوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی، روسیې دغه غونډې ته تا، لبانو هم دعوت ورکړی دی، تا، لبانو ويلي دي چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي، دوی دې غونډې ته د نړيوال مشروعیت د هڅې په سترګه ګوري او په دې ډول ورڅخه استفاده کوي.

د بل لوري بيا روسيې د افغانستان د سولې د چارو لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم دغه غونډې ته دعوت کړی دی، پرون د روسیې حکومت اعلان وکړ چې تا، لبانو ددوی دعوت منلی دی او په تمه دي چې د امريکا لوری هم خبر ورکړي او معلوم شي چې زلمی خليلزاد په دې غونډه کې ګډون کوي او که نه.

روسيه په دې وروستيو کې د افغانستان په هکله ویرونکې څرګندونې کوي او داع په افغانستان کې د لوی خطر په نامه یادوي، له همدې کبله د افغانستان په پوله کې د تاجکستان او د کرزي اسيا د نورو هېوادونو سره پاروونکي پوځي تمرینونه ترسره کوي، مګر په کابل کې بيا نوی افغان حکومت وايي چې داع هومره ستر تهديد نه دی دوی لګيا دي ورځ تر بلې يې ځپي او له منځه وړلو ته یې ژمن دي.

Comments are closed.