fbpx

ژوند، بې باوري او امیدونه

بې شماره ځوانان، مشران او د حساس ضمیر انسانان په ځینو حالاتو کې په خپل ژوند دومره بې باوره شي، ځینې لفظونه یې بیخي د اوریدلو نه وي لکه : ((کاشکې ! نور مړ وای! دا څه بې خونده ژوند دی! له دې ژوند راته نور مرګ ښه دى!  دا مې شاید وروستۍ لیکنه شي! دا مې شاید وروستۍ لیدنه شي! دا مې شاید وروستۍ سپارښتنه شي!………))

تېره ورځ راته یو با احساسه او د سپېڅلي عقیدې خاوند یو جمله وویله، چې فکر ورته یوړم، هغه راته وویل: ((که زه چا ووژلم، نو ډېر رازونه به راښکاره شي.))

دا نو د ژوند د بې باوریو هغه اخري حد دی، چې د انسان ټولې هیلې پکې خاورې کیږي او د ټولنې د هر وګړي څخه یې ویره کیږي، موږ په داسې یو چاپیریال کې ژوند کوو، چې هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ یو.

هره شېبه مو سرونه پرې کېږي !

هره شېبه رنځېږو!!…..

دا هم ولولئ:

استعداد وژنه

د وينا هنرونه او ځانګړنې

افغانستان  کې له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٥ لارې

ژوند الله (ج) راکړی او کله چې مو وخت پوره شو، نو مرو به، خو یو شمیر خلک بیا داسې فکر کوي، چې د نورو ژوند هم د دوى په لاس کې دی.

موږ ژوند کوو!

امیدونه هم لرو!

د حالاتو جبر ته نه تسلیمېږو!

او امیدونه مو هغه وخت نور هم غوړیدلی شي، چې موږ په خپل ځان باوري شو، نورو ته حوصله ورکړو او په دې یقیني شو چې مرګ او ژوند، خېر او شر د الله (ج) له لوري دي.

داسې ژوند پکار دی، چې نه خپل ملت او نه خپل خالق ته ملامت شئ،  تل د حق طرفدار اوسئ، همېش توکل په ستر څښتن کوئ. د قیامت په ورځ به د عرش د سیوري لاندې هسکه غړۍ ولاړ یئ او د وخت جابران او فرعونیان به د خالق په ستر عذاب کې لتاړ وي.

ليکوال : عزيز الله عزيز