تا، لبانو په ايران مهم بنديز ولګاوه
خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کې په هېواد کې د ګڼو ستونزو سره سره ځینې ښه کارونه هم ترسره شول، داسې کارونه چې افغانستان یې د ګاونډيو د احتیاج څخه په ځينو برخو کې خلاص کړ.
د مثال په ډول افغانستان د چرګانو د غوښې په برخه کې تېر کال په ځان بسيا اعلان شو، خو په دې هېواد کې د وروستیو بدلونونو سره، د افغانیو د ارزښت د کمېدو سره بيا د همدې چرګانو د غوښې بيې هم لوړې شوې، په ګاونډي پاکستان کې بيا د چرګانو غوښه کمه وه او له همدې کبله يې افغانستان د چرګانو په غوښه باندې د صادارتو بنديز لګولی و، مګر يو میاشت وړاندې پاکستان د خپلې دغې پرېکړې په شا شو او اعلان یې وکړ چې افغانستان ته یې د چرګانو د غوښې صادارت له سره پيل کړي دي، د چرګانو د غوښې هاخوا ځینې نور مواد هم شته دي چې افغانستان اوس اړتيا نلري د نورو هېوادونو څخه یې وارد کړي.
له دې څخه يو هم معدني اوبه دي، افغانستان اوس دننه پخپل هېواد کې په کافي کچه باندې معدني اوبه توليدوي او خپلې داخلي يا کورنۍ اړتياوې ورباندې پوره کېږي، له همدې کبله اوس د افغانستان په پولو کې افغانستان ته له بحر څخه معدني اوبه نه پریښودل کېږي، تازه په هرات کې د ايران څخه راتلونکو معدني اوبو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، د ایرانۍ خبریالې مریم شکراني د خبر په بنسټ افغانستان او عراق دواړو په سرحد کې ايراني چارواکو ته خبر ورکړی دی چې دوی نور نه غواړي د ايران څخه معدني اوبه واردې کړي.
د چارو شننونکي وايي چې پکار ده په ټولو مواردو کې په ځانګړي ډول په هغه موادو کې چې د افغانستان د خلکو اساسي اړتيا ډېر زر په ځان بسيا شو، ځکه موږ نه داسې یو هېواد کې ژوند کوو چې ګاونډيان یې د افغانستان د بدې ورځې څخه فائده اوچتوي او افغانستان تل د زخمي ګوتې څخه نیسي.
Comments are closed.