The news is by your side.

ترکیه کې د تا، لب چارواکو سره څلور مهمې بې نزاکتۍ ترسره شوې

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ټيم یې د دوحې څخه انقرې ته ولاړ او تېره ورځ یې په دې هېواد کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزير سره وکتل او نن یې بيا د ترکیې د ديانت له وزير سره يو لړ ليدنې درلودې.

که څه هم ټولنيزو رسنيو کې د نوي حکومت پلويانو چې تازه تازه بهرنیو هېوادونو ته د حکومت د استازو او چارواکو په صفت د خپلو مشرانو سفر ګوري خوشحاله و او دا یې ډېر لوی کار ګاڼه په حقيقت کې دا سفر د پرلپسې بې نزاکتيو څخه ډک و، کله چې د نوي حکومت مشران ترکیې ته ولاړل نو په هوايي ډګر کې چې کله د الوتکې څخه ښکته کېږي هېڅ ډول تدابیر نه و نیول شوي، دوی سره وروسته له هغه ډېرو ټیټ رتبه ترکي چارواکو روغبړ وکړ کله چې دوی د هوايي ډګر د ترمينل له وي ای پي دروازې بهر کېدل، له دې پرته کله چې د دواړو لوریو ترمنځ لیدنه وشوه نو د لیدنې وروسته په خبري غونډه کې هېڅ افغان لوري ته ځای ورنکړل شو صرف د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر خبرې وکړې او د خبريالانو پوښتنې یې ځواب کړې.

د ترکیې رسمي دولتي خبري سرچينو او وياندويانو د افغان لوري د سفر په هکله هیڅ کوم خبر خپور نکړ، مثال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په ټويټر کې ډېر فعال دی، ډېره عادي ليدنه هم د انځورونو سره خپروي، خو د افغان حکومت له چارواکو سره نه یوازې چې د هغه له حساب څخه کوم انځور خپور نشو بلکې يادونه يې هم ونشوه، ورسره د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت کوم ویاند هم په دې هکله هیڅ کوم خبر يا انځور خپور نکړ. د ترکیې حکومت همغه خبرې چې غربي هېوادونه یې کوي نوي افغان حکومت ته تکرار کړې او ويې ويل چې موجود افغان کډوال بايد خپل ملک ته ستانه شي‌.

Comments are closed.

koi finance