The news is by your side.

د افغانستان د بيا رغونې لپاره تا، لبانو د چین مهم شرط ته ځواب ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان نوي حکومت په افغانستان کې د پانګونې او د افغانستان د بيا رغونې په هکله خپلې لویې هیلې په ګاونډي چين پسې تړلې دي، خو دغه هېواد هم افغانستان ته بې زړه نه دی، مګر ځینې شرطونه لري چې غواړي هغه تا، لبان ومني.

د چین د حکومت مقاماتو د افغانستان نوي حکومت ته ويلي دي چې دوی تيار دي د افغانستان د کانونو په شمول په بېلابېلو برخو کې په ميلياردونو ډالره پانګونه وکړي خو ددې لپاره بايد د افغانستان حکومت دوی ته د امنيت او خپلو کار کوونکو او اتباعو د خونديتوب ډاډ او تضمين ورکړي، سرچینې وايي چې د قندوز وروستي برید چين په افغانستان کې د امنیت په هکله اندیښمن کړی دی، د امريکايي رسنيو د راپورونو په بنسټ د قندوز وروستۍ پېښې څخه وروسته چين د تا، لبانو په وړتيا شک پيدا کړی دی او ډاډه ندي چې دا ډله او دودی حکومت به په افغانستان کې واقعاً سوله راولي که نه، چين له دې څخه وېره لري چې هسې نه په افغانستان کې ميلياردونه ډالره پانګونه وکړي خو وروسته امنيت خراب شي او چين بيا نه د افغانستان څخه وتلو ته زړه ښه کولی شي نه پاتې کېدو ته.

خو د نوي حکومت وياند وايي چې دوی چيني چارواکو ته ويلي دي چې د قندوز غوندې پېښې به په افغانستان کې نه تکرار کېږي او دوی به ددې پیښو ترسره کوونکې ډله په شديد ډول وځپي او له منځه به يې يوسي، د وياند په خبره دوی کولي شي چې د ټول هېواد امنیت په ترټولو ښه ډول ونيسي، چين يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د نړۍ په لر او بر کې یې په ميلياردونو ډالره پانګونه کړې ده، شننونکي وايي چې د چين پانګونه د افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري خو زیاتوي چې نوی حکومت بايد امنیتي پېښې عادي ونه ونيسي او په دې هکله د خپل ټول قوت څخه کار واخلي او په لنډ وخت کې دا ستونزه حل کړي.

Comments are closed.