عاجل؛ په اماراتو کې يو شمېر افغانانو د غني څخه جدي غوښتنه وکړه
خبريال وېبپاڼه: کله چې په ۱۵ د اګسټ تا، لبانو په کابل کې باندې ولکه ټینګه کړه د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د تېښتې لار ونیوه او د ازبکستان له لارې متحده عربي اماراتو ته وتښتېده، د تېښتې وروسته یې صرف دوه ځل غژ پورته شو او بيا هېڅ ډول خبر ورڅخه نه دی خپور شوی.
په لومړي ځل هغه په یوه ويډیويي وينا کې ملت ته د خپل تګ او ځای ځایګي خبر ورکړ، وروسته بيا هغه په یوه بل بيان کې په هغه باندې د پورې شويو تورونو په هکله پيغام خپور کړ، غني په لومړۍ ويډیو کې دا په ډاګه کړه چې ډېر په بېړه له هېواد څخه ووت، ده وويل چې که د کابل څخه نه وی وتلی نو سخته جګړه به رامنځته شوې وه او کابل ښار به په کنډواله بدل شوی و، په دوهم بيان کې بيا هغه هغه تورونو ته ځواب ورکړ کوم چې په ده باندې لګول شوي و.
وروسته له دې چې غني وتښتېده نو داسې خبرونه خپاره شول چې هغه له ځان سره په ميليونونو امريکايي ډالر وړي دي، ښاغلي غني په خپل وروستي بيان کې وويل چې تيار دی په دې هکله هر ډول تحقیقات ورڅخه وشي او د پيسو د تښتولو خبره یې رد کړه، خو د پيسو خبره جدي شوه او په کابل کې نوی حکومت هم تاييد کړه چې ځينې پيسې د بېړې له وجې په ارګ کې پاتې شوې دی او په ځينو نورو غني بريالی شوی دی، مګر څارونکي وايي چې غني او ډلې یې له دې وړاندې د افغانستان بانکونه خالي کړي او په ميليونونه ډالر يې د افغانستان څخه په ځانګړو بې نښه نښانه الوتکو او نورو لارو انتقال کړي و.
اوس یوه ډله افغانان په دې کمپاين لګيا دي چې غني بايد د خپل تګ په هکله دا چې په کابل کې څه پېښ شول خبرې وکړي، دوی وايي متحده عربي امارات بايد غني ته د بيان د ازادۍ اجازه ورکړي ترڅو هغه خپل ملت په حقيقت خبر کړي.
Comments are closed.