The news is by your side.

د سهيل شاهين څخه ډېر بد خبر راغی

خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کې د افغانستان په نوي حکومت کې د دندو وېش ګرم دی، تا، لبان چې څه ډول یې زړه وي همغسې پخپل حکومت کې يوازې خپل کسان ټاکي، دوی وايي چې حکومت دوی په زور نیولی نو حق لري چې څه ډول یې زړه وي همغسې ټاکنه وکړي، يو لسانس کس د پروفیسرانو مشر وي بل ځای يو کس چې صرف ليک لوست کولای‌ شي د مرکزي بانک مشر وي يانې لنډه يې دا چې اوس نو خدای ورکړې څه ډول یې چې زړه وي په دې بې څښتنه صحرا کې خپل آس ځغلوي.

خو پخپله ددوی د ډلې دننه هم ځينې کسان دي چې لا پخپله دنده نه دي رسېدلي، ددې ډلې يو يې هم د سياسي دفتر لومړی وياند سهيل شاهين دی، نوموړی د تا، لبانو د حکومت له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ټاکل شوی خو دا چې نړيوالو تراوسه پورې د افغانستان دا نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی نو دده دنده هم همغسې پاتې ده.

شاهين په دې چاره کې چندان د ښه قسمت خاوند نه دی، په نړيوال ميدان کې د تا، لبانو آس ځغلولو ته چندان ځای نشته، تېره ورځ دده لپاره يو بل بد خبر له اسټراليا څخه راغی، په آسټراليا کې د اسلامي سازمان له لوري يوه لويه غونډه جوړه شوې وه چې پکې سهيل شاهين هم دعوت شوی و، مګر د هغه وينا هم لکه دنده یې همداسې پاتې شوه او حکومت دغه غونډه د شکایتونو وروسته لغوه کړه.

په تا، لبانو باندې د‌ نړيوالې ټولنې له لوري اعظمي فشار دی چې د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي، ښځې ښوونځي ته پرېږدي، که څه هم دوی په ښکاره وايی چې ښځينه ان لوړو زده کړو، ته پرېږدي ښځې کولی شي تر دوکتورا پورې زده کړې وکړي مګر د عمل په ميدان کې يې تراوسه پورې لېسې ته هم نجونې نه دي پرېښې، صرف په یوه بله بهانه دا پروسه نوره هم اوږدوي او د ښځو د تعليم مخنيوی کوي.

Comments are closed.