The news is by your side.

د پاکستان په وړاندې بل اقدام؛ تا، لبانو د يو بل ملک سره مهم قرارداد وکړ

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان حکومت د افغانستان د مېوو په موسم کې او په داسې وخت کې چې ژمی رانږدې کېدونکی په افغانستان باندې خپل لارې تړلې دي، په افغانستان کې د اوړو، غوړيو او نورو خوړو بيې ډېرې زیاتې لوړې شوې دي، دا چې د خلکو له اقتصاد له پخوا خراب و اوس خو نو بېخي دا اقتصادي حالت د ماتې سره مخ دی او په داسې ورځ پاکستان هم د افغانانو له مجبوریت څخه په ډېر بې انصافه ډول استفاده کوي.

مګر تازه افغان حکومت ددغه ستونزې د حل کولو لپاره د نورو هېوادونو سره خبرې اترې پيل کړي دي، د تازه معلوماتو په اساس د اوړو په برخه کې د افغانستان د پخواني ملګري قزاقستان سره تړون شوی دی او ددې هېواد څخه به دوه میلیونه اوړه افغانستان ته وارد شي، د قزاقستان څخه د اوړو د وارداتو پيل کول په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د اوړو د يوې بوجۍ بیه د ۱۵۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په دوهم قدم کې حکومت د قرغزستان سره تړون کړی دی، د قرغزستان څخه به افغانستان په لوړه پيمانه اوړه، وارد شي، د افغانستان پخواني حکومت هڅه کړې وه او په دې هڅه کې تر يو ځايه بريالي شوي هم و چې په پاکستان باندې اقتصادي اتکا کمه کړي او په ځای یې د مرکزي اسيا له هېوادونو سره راکړه ورکړه ډېره کړي او داسې ښکاري چې موجود حکومت هم اوس په دې د پوهېدو په حال کې دی چې په پاکستان باندې بايد په هېڅ صورت باور ونشي.

شنونکي وايي چې نوي افغان حکومت دې په دې ځان ښه پوه کړي چې پاکستان یې پښې وهي او په هره برخه کې یې د لاس لنډولو کوښښ کوي، له همدې کبله ترټولو غوره لاره همدا ده چې نوی حکومت هم د مرکزي اسيا، ایران او چین سره خپله راکړه ورکړه زیاته کړي او په پاکستان باندې خپله اتکا ترټولو ټيټې کچې ته ورسوي‌.

Comments are closed.