The news is by your side.

چين د نوي حکومت سره د اړيکو د ښه کولو يو بل قدم هم پورته کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان په هکله د مسکو فارمټ په جريان کې د چین د بهرنیو چارو استازي مهمې څرګندونې وکړې، چین د نورو هېوادونو په خلاف د افغانستان د نوي حکومت سره په ښکاره د ښو اړيکو د جوړولو په هڅه کې دی او دا له چا څخه پټوي نه، د چین استازي په دې غونډه کې په ښکاره وويل چې دوی د تا، لبانو په مشرۍ د افغانستان د نوي حکومت سره د اړيکو د نورو قوي کولو او رغولو په هڅه کې دي او غواړي چې ددې حکومت سره ښې اړیکې ولري.

وانګ ونبين د چین د بهرنیو چارو د وزرات وياند وويل چې دوی پرته له دې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي د افغانستان د نوي حکومت سره ښې اړیکې جوړول غواړي، هغه په افغانستان باندې د بندیزونو خبرې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې دا بنديزونه د افغانانو مشکلات لا زياتوي او د حل لارې چارې محدودوي، ونبين وړاندې وويل چې د افغانستان په هکله بايد مثبتو خبرونو ته پام وشي ده زياته کړه چې په افغانستان کې د تېرو دوه مياشتو پرمختګونه دوی مثبت بولي او پکار ده چې سترګې ورباندې پټې نشي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د اوس لپاره بايد ټول هڅه وکړي چې افغانستان سره مرسته وکړي او ددې هېواد بيارغونه ترسره شي ترڅو د افغانانو د ژوند سطحه لوړه شي، تر دې وړاندې د افغانستان د نوي حکومت وياند ذبيح ا م هم ويلي و چې چين به ددوی يو لوی شریک وي او د افغانستان په بيا رغونه کې به اساسي برخه واخلي، م ويلي و چې چين له دوی څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې امنیت تضمین کړي په ځانګړي ډول ددوی د اتباعو او شرکتونو نو چین تیار دی چې په افغانستان کې په ميلياردونو ډالره پانګونه وکړي.

Comments are closed.

koi finance