The news is by your side.

حکومت ته د پاکستان سره د قراداد په هکله د سلام ضعيف خبرداری

خبريال وېبپاڼه: اونۍ وړاندې د افغانستان د نوي حکومت يوه هيئت ازبکستان ته سفر وکړ، په دې سفر کې په ځانګړي ډول په اقتصادي مسايلو خبرې وشوې او په اقتصادي مسائلو کې بيا اصلي بحث د ريل پټلۍ په هکله و.

د ریل پټلۍ په هکله مخکې له دې چې د نوي حکومت مسولين ازبکستان ته ولاړ شي د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت هم خبرې کړې وې، د ازبکستان ولسمشر لږ مخکې د افغان چارواکو د سفر څخه وويل چې د ترمز ښار او پېښور ترمنځ د ریل پټلۍ د افغانستان لپاره هم خورا مهمه ده او په دې هېواد کې چې هر ډول حکومت راسي نو هغه به ددې اهمیت درک کوي.

د افغان چارواکو د سفر موخه هم ټولې اقتصادي چارې او مسايل و، د ښاغلي حنفي په مشرۍ په دې سفر کې په یوه کاري ډله توافق وشو او دغه ډله سمدلاسه جوړه شوه چې په لسو ورځو کې به خپلې پايلې ددواړو لوريو سره شریکې کړي، دا کاري ډله به د نورو اقتصادي مسايلو ترڅنګ په ريل پټلۍ بحث کوي.

د ازبکستان د ترمز ښار څخه د مزارشريف او کابل څخه تېرېدونکې ريل پټلۍ وروستی ځای به پېښور وي، ترڅو پېښور په دې ډول د ازبکستان د ترمز ښار سره وصل شي، خو په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير ښاغلي عبدالسلام ضعیف په دې هکله یو ډېر مهم ټکي ته د حکومت د مشرانو پام را اړولو هڅه کړې ده.

ښاغلي ضعيف د يوې نیوکې په شکل په حکومت غږ کړی دی چې د قراردادونو په ترسره کولو کې بايد له ډېر دقت څخه کار واخلي، هغه ويلي چې دا قراد بايد داسې وشي چې ترمز ښار د کراچۍ سره وصل کړي، نه له يوازې له پېښور سره، ځکه که له پېښور سره وصل شي افغانستان به صرف د ترانزيټ حيثيت ولري.

يانې ښاغلي ضعيف يو ډول ويلي دي چې افغانستان بايد ددې لارې سره په مستقيم ډول د پاکستان مهم بندر او مارکېټ ته لار پيدا کړي نه یوازې دا چې صرف د ترانزيټ په شکل استفاده شي.

Comments are closed.

koi finance