fbpx

موږ ولې خپه يو؟

د غره په شنو دښتو کې د رمې پسې تلوونکي شپانه د طبعیت د بې مثاله رنګينيو څخه ليدنه کوي، پاکه هوا تنفس کوي او تل ګټور خواړه خوري، د غره په لمنو کې شپې تېروي، چې کوم ځاى يې خوښ شي هلته کيږدۍ دروي، خو بيا هم خپه دي، ژوند ورته يو دروند بار ښکاري.

د کلي ملا، چې پنځه وخته لمونځ په جمع ادا کوي او تياره ډوډۍ خوري، د ژوند ډېر سهولتونه ورته شته دى، خو نوره يې حوصله نه ده پاتې او د ژوند نه بې زاره دى.

د هغه خان د پيسو حساب نشته، ښه خواړه، ښه کورونه، ښه موټرې او ښه نوم يې په ټول کلي خور دى، خو د يو بې وسه او فقير غوندې ژوند تېروي.

دولتي کارمندان، هغه که په هره اداره او هر موقف کې قرار لري، ډېرى وخت د لاس لاندې کسانو باندې خپل راج چلوي، څه چې يې زړه وغواړي هغه کولاى شي، خو د خپل سيوري نه هم ډاريږي او ژوند ورته هسې يو خيال ښکاري.

دا هم ولولئ: ژوند، بې باوري او اميدونه

هلته زندان کې په زنځيرونو کې تړلي اسيران، په تياره خونو کې پراته بنديان، چې د ژوند له ډېرو ازاديو محروم دي، قسما قسم شکنجې ورکول کېږي، شپه او ورځ يې لاسونه او پښې په زولنو تړل شوې وي، نو ځکه ورته ژوند بې خونده او پيکه ښکاري.

هغه سوالګر، چې بېګاه ته د خوړو لپاره څه نه لري، دا ګمان کوي، چې يواځې دوى خپه دي او درسته نړۍ خوشحاله ده… ليکوالان او شاعران، خو همېشه د خيال په ګل ورينه نړۍ کې ډوب وي، تل د نورو د خوښيو يادونه کوي او د نورو په دردونو اوښکې تويوي، د حقايقو سره خپل خيال يو ځاى کوي او ټولنې ته يې وړاندې کوي، دوى ته هم ژوند د دردونو يوه ټولګه ښکاري او د ژوند په دې بې شماره رازونو نه پوهېږي.

عجبه ده، دلته ماشوم خپه دى، ځوان له ژونده بېزاره دى، د تېرعمر خاوندان د زړه په رنځ اخته دي… الله ج په خپلو کارونو ښه پوهېږي، دنيادار هم خپه دى اوغريبان له خپلې بې وسۍ نه خپه دي، بې روزګاره وايي چې کاروبار نشته ځکه خپه يو.

اصل خبره دا ده، چې موږ ولې خپه يو؟ او د هر مسلک څښتن مړ ژوندى ژوند ولې تېروي؟

ايا موږ د ښه او خوشحاله ژوند تېرولو حق نه لرو؟

دې ته ورته بې شماره پوښتنې د دې ټولنې د ډېرو وګړو په ذهن کې ګرځي راګرځي.

زما په نظر د دې يو لامل دا دى، چې موږ ډېر بې انصافه يو، ځکه الله تعالى رانه د ژوند خوښي اخيستې.

بل دا، چې موږ ظالمان يو، په خپل ځان ظلم کوو، په اولادونو ظلم کوو، د نورو حقونه خورو، حتى پر حېواناتو هم رحم نه لرو، نو ځکه په الهي مصيبت اخته يو… زموږ ماشومان خوښي نه لري، په يو جګړه ييز چاپېريال کې د وحشتونو، دردونو، سرو وينو، وژنو او داسې زياتو ظلمونو کې ژوند تېروي، چې دا کړنې د دوى په روح او روان باندې سل په سلو کې بد تاثير لري، د دې وطن هر انسان د بيلا بيلو مشکلاتو او کشمکشونو سره لاس او ګريوان دي، څوک له وطنه وتښتيدل، څوک د بمونو خوراک شول، څوک لاهم لادرکه دي او دولت د دې ټولو ستونزو سره سره بې غمه په اداري فساد، وظيفوي غفلت او داسې نورو… مصيبتونو کې اخته دى.

تر څو، چې ځانونه اصلاح نه کړو، تر څو چې انصاف، رحم، عدل او د نورو حقونه ونه پيژنو، نو باور نه کوم، چې د دې خپګانونو څخه خلاص شو.

راځئ! چې له مرګ نه مخکې له خپل ځان سره حساب وکړو او نور له خپلو خواهشاتو نه تېر شو، نو شايد، چې بيا راباندې دا ژوند يو دروند پيټى نه وي او نه به دومره خپه، خپه يو.

ليکوال : عزيزالله عزيز

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com