fbpx

افغان سوله! يو خوب، يو خيال، که يو رښتينى واقعيت؟

که له ځانه وپوښتو چې څنګه اوس په افغانستان کې سوله شونې ده؟ او که په افغانستان کې سوله شونې ده نو سوله به څنګه کيږي؟؟ ځکه چې نه طالبان د افغان دولت سره خبرو ته کېني او نه افغان دولت د طالبانو سره له مخامخ خبرو پرته بل څه ته غاړه ږدي،  چې داسې ده نو له راپېښې بوختې نه د وتلو کومه لاره هم لرو او که نه؟ او که لرو ېې نو دا لاره کومه ده؟

په دې لړ کې زما په نيمګړي اند، يوه لاره شته او هغه لاره دا ده چې تر دې وروسته دې ولس د پېښو نوښتون د دولت او وسله والو مخالفينو، دواړو نه واخلي او د دې په ځاى چې په ولس باندې د افغان دولت يا طالبانو پريکړې ور تپل کيږي، ولس دې د چارو نوښتون ته په خپله وروړاندې شي.

ولې که چېرته ولس دې ډول نوښتون ته په خپله وروړاندې کيږي، نو داسې وړاندې کيدل به په کومه بڼه وي؟

د دې پوښتنې ځواب په افغان تاريخ کې ولسي ونډې او رول ته تر کتلو وروسته ډير سوکه دى، نه کوم سياسي نبوغ غواړي او نه پيچلي حسابونه او هغه داسې چې ولس به دې نوښتون ته د منل شوو تاريخي ارزښتونو او نرخونو سره سم په خپلو دوديزو طريقو همداسې وروړاندې شي، لکه د افغان تاريخ په تيرو بحراني پړاوونو کې چې ورته تل وروړاندې شوى و، يانې دوديزې تاريخي لارې به غوره کړي او دوديزې لارې يې دا دي چې وګورو په افغانستان کې د ټولنيز واک او زواک مرکزونه کوم دي؟

په افغانستان کې که د ټولنيزې څيړنې هر لاسوندې او سند وګورئ نو پوهه به شئ چې زمونږه په ټولنه کې (که د هر افغان توکم ټولنه وي) د زواک او واک دوه ستر مرکزونه پايي:

يو مرکز يې کورنۍ نومېږي او بل دګ او مرکز يې ولسوالي ده. ځکه چې کورنۍ په کلو کې راټوليږي او په يوه کلي کې هر څوک د کلي ښه خلک او بد خلک ډير ښه پيژني او بيا همدا کلي دي چې په لويو ملي مسئلو کې د ولسواليو له لارې خپل دريځ او خپله خبره وړاندې کوي، نو په دې ډول په لومړي پړاو کې به د ټول کلي په جومات يا حجره کې کليوال راغونډيږي، د کلي په کچه به جرګه جوړوي او د جرګې له منځه به د ولسوالۍ په کچه جوړيدونکې جرګې ته خپل استاځى نومي.

بيا به په دويم پړاو کې د کليو استاځي د ولسوالۍ په لوى جومات کې راټوليږي د ولسوالۍ په کچه به يوه ولسي جرګه يا شورا جوړوي او ددې جرګې له غړو نه به د ښه شهرت او په سياسي تقوا سنبال يو استاځى غوره کيږي او بيا به دا استاځى د همدې ولسوالۍ د نوماند په توګه هغې لوېې ملي جرګې ته ورځي چې د کابل په کوم لوى جومات کې به جوړيږي نه به ددې جرګې په جوړولو کې د دولت ونډه وي او نه به جرګه د دولت وسله وال يا نور سياسي مخالفين په دې جرګه کې لاسوهنې او يا په جرګه باندې اغيز غورځولو ته پريږدي.

په دې ډول ويلى شو چې همدا کلي او ولسوالۍ دي چې په افغان ټولنه کې د زواک د دوو لويو دګونه او مرکزونو د جوړولو سره به دوه ډوله جرګې جوړې کړي:

الف: کليوالي جرګې

ب: د ولسواليو جرګې

ښه به دا وي چې ددې دوو جرګو تر جوړولو وروسته ولس په پوره توند لاسۍ د يوې ملي لويې جرګې د جوړولو په لور په وړاندې وخوځيږي او د ټول افغانستان په کچه يوه لويه ملي جرګه جوړه کړي او د ولسي زواک د ښودلو لپاره يې داسې وکاروي چې له دې دريځونو نه د هرې هغې چارې زغرد ملاتړ ته وروړاندې شي، چې دوى يې د هيواد لوړې ملي ګټې ګڼي او هر هغه څه ونه مني چې دوى يې د افغان ولس او د افغانستان د سولې او يووالي لپاره بد ګڼي. که داسې وشول نو بيا به ولس بيرته د زواک په يو اريز او اصلي دګ بدل شي او هر سياسي ګوند او ډله ټپله به د دوى تر درشلو ورځي، نه دا چې دوى دې د سياسي ډلو تر درشلو ورشي.

ولسونه چې سند وبله وکا

بادشاهان ورته سجود کاندي اختيار (خوشال خان بابا)

اوس ورځو د همدې پېل کړې ولسي چارې دريم پړاو يا د ملي لويې جرګې جوړولو ته چې بره مو ورته ګوته ونيوه.

په دې پړاو کې به د ولسواليو د جرګو نه هره ولسوالي خپل يو استاځى يوې لويې ملي جرګې ته ورپيژني او په دې ډول به د کابل په کوم لوى جومات کې لويه ملي ولسي جرګه جوړيږي. د داسې ملي لويې جرګې د جوړولو ټول خرڅ به مالوم وي، دا خرڅ به د ولسي بسپنې او ټولانې د لارې راټوليږي، نه به دا خرڅ څوک له دولته غواړي نه د دولت له مخالفينو نه، نه له امريکې يا ګاونډيانو نه او نه له ملګرو ملتونو يا د اسلامي ټولنې له دفتره.

همدارنګه د دې جرګې د کار اېجنډا او د کار موده به هم څرګنده وي، دا جرګه د اساسي قانون د بدلون يا په پارلماني نظام باندې د ولسمشريز نظام د بدلولو لپاره نه راغوښتل کيږي او نه دا ملي لويه جرګه د کوم سياسي بدلون لپاره جوړيږي، بلکې دا جرګه به يواځې يو کار کوي او هغه به دا وي چې دولت او طالبانو، دواړو ته به د افغانستان د ملي ګټو سره سم د يوې ملي سياسي روغې لپاره د لارې نقشه (Road Map) ورکوي او په خپلو پريکړو کې به له دواړو خواو نه د افغانستان د سولې او لوړو ملي ګټو لپاره په کلکه د روغې جوړې غوښتنه کوي.

خو ددې خبرې به هم ډير زيات امکان وي، چې د جرګې داسې پريکړې او غوښتنې دې دولت يا طالبان او يا هم دوى دواړه ونه مني او که داسې وشول نو پوښتنه داده چې بيا به دا لويه ملي جرګه څه کوي؟

دا پوښتنه که څه هم يوه ډيره رښتينې ويره او په ځاى پوښتنه ده، ولې زما په اند بې ځوابه نه ده، خو زه يې تر ځواب وړاندې په لنډو د لويې ملي جرګې د جوړولو ګټو ته ګوته نيسم او وايم چې:

الف: ولس به د داسې يوې جرګې د جوړولو سره له خپلې غاړې نه يوه درنه تاريخي پړه پورته کړي وي او د افغانستان راتلونکى تاريخ به بيا هيڅکله افغان ولس په ډيرو کړکيچنو او بحراني حالاتو کې د ملي بې حسۍ په ګرمه پړ ونه ګڼي.

ب: اوس که د پورتنۍ پوښتنې ځواب ته راشو نو په ځواب کې به درته ووايم چې ولس به خپل ولسي زواک نه يواځې داچې د داسې يوې جرګې په بڼه راټول او منسجم کړى وي، بلکې د دې زواک د استعمال او کارولو وړتيا به هم بې له کوم تريخ تاو او اخ و ډبه پرته څرګندولى شي او هغه داسې چې د هرې هغې غاړې سره به بشپړ ټولنيز پريکون او سوشل بايکاټ social boycott اعلانيږي کومې غاړې چې د دوى خبره ونه منله.

ولس چې ددې کار لپاره کوم زواک او غوڅ دريځ ته اړ دى، هغه زواک او غوڅ دريځ به ورته هم دا جرګه ورکړي، پاتې شوه ددې غوڅ دريځ ولسي تشهير او خپراوى نو په هغه لړ کې هم تر دوديزو رسنيو ډير له خواله رسنيو نه کار اخستل کېدلى شي او د خواله رسنيو په زور خو د روان جنګ دولتي او نادولتي دواړه غاړې ډيرې ښې پوهيږي.

نو افغان ولسه ياد ساتئ! چې داسې يوه جرګه به نه يواځې دا چې بيرته تر لويې کچې د پېښو او نوښتون زواک او واک له دولت او جنګيدونکو غاړو يا د دوى تر شا د ښکاره او پټو زواکونو د لاسه واخلي او ولس ته به يې وروسپاري، بلکې په دې ډول به د کور خبره بېرته په خپل کور کې يو د بله سره وشي او ولس ته به د ورپېښې بوختې نه د وتلو لاره ولس د خپلې ولسي پوهې او عملي ولسي تجربې سره سمه ومومي.

بله خبره دا ده چې هر تاريخي ګواښ په خپل ځاى ولسونو ته يو تاريخي چانس او فرصت هم ورکوي، د ژوندو او نيمژوندو ولسونو ترمنځ توپېر دا دى چې ژوندي ولسونه هر ګواښ ته د يوه چانس او موقع په بڼه ګوري او نيمژوندي ولسونه ېې د مرګ ګواښ ګڼي. اوس راځئ دا پريکړه هم وکړو چې مونږه د چا خوى کوو، د ژوندو ولسونو او که د نيمژوندو او مړو ولسونو؟

که د ژوندو ولسونو خوى کول غواړو نو سږ کال د ټولو افغان قومونو او سياسي مخالفينو تر منځ، د سيمې د وړو او لويو ګاونډيو هيوادونو سره او په لويه کې د ټولې نړۍ سره د کلکې ورورولۍ، ملګرتيا او ښه ګاونډيتوب کال کيدلى شي، خو که خداى مه کړه داسې ونه وشول نو بيا به په افغانستان کې د ورور وژنې شته لړۍ لکه د شيطان خونړۍ داړې هر څوک يو هومره او په ټول وحشت وداړي او دې ته به ونه ګوري چې دا افغان دولت وي، که وسله وال طالبان او که دا د افغانستان ډيرکي پښتانه دي يا د هيواد لږکي نا پښتانه.

او لا بده يې دا ده چې دا جنګ به بيا نه يواځې مونږه لو لپه کړي، بلکې زمونږ  د لويو او وړو ګاونډيانو او تر هغې اخوا به د ټولې نړۍ تر کوره نيغ په نيغه يا په ترسو ورورسيږي او بيا به د ځمکې په دې وړه ټوکړه کې د جنګي هوسونو روانه لوبه په لويه کې د انسان ټول نوغي ته د مرګ او ورکيدلو يوه بدرنګه، بد نومې او ډيره کرغيړنه پېلامه شي.

ليکوال : ډاکټر محمد اکبر اکبر

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com