The news is by your side.

پاکستان او تا، لبانو استخباراتي همکاري پیل کړه

خبريال وېبپاڼه:پاکستان او تا، لبانو استخباراتي همکاري پیل کړه، په افغانستان کې د تا، لبانو د واکمنېدو وروسته په زرګونو داعشيان د زندانونو څخه ازاد شول، کله چې تا، لبانو ولايتونه سقوط کول نو لومړی کار به یې د هغه ولايت زندان ماتول و ترڅو خپل کسان له هغه ځايه خوشي کړي په همدې لړۍ کې په زرګونه داعشیان د زندانونو څخه ازاد شول، يوازني خطرناک خلک داعشيان نه‌دي چې د زندانونو څخه ازاد شوي دي بلکې ګڼ شمېر نور داسې خلک چې قتلونه يې کړي و غلاوې یې کړې نور جرمونه یې ترسره کړي و اوس په هېواد کې ازاد‌ ګرځي او ټول لوري ورڅخه په وېره کې دي.

د داعشيانو د خلاصېدو وروسته د پاکستان حکومتي چارواکو خپلې پولې د افغانستان سره وتړلې او ویې ويل چې دوی د افغانستان څخه د خلاصو شويو داعشیانو څخه د وېرې له کبله خپلې پولې تړي، اوس تازه داسې معلومات خپله شوي دي چې د پاکستان حکومت د تا، لبانو سره استخباراتي همکاري پيل کړې ده، د تا، لبانو يوه معتبر غړي العربي جديد ته ويلي‌دي چې پاکستان ددوی دوست او ورور هېواد دی د داعش سره د مبارزې لپاره ددوی سره استخباراتي او نور ډول ډول همکاري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو یوه مقام هم دا ومنله چې د تا، لبانو سره همکاري ډېره لرې نه ده، دغه مقام وويل: د تروريزم او داعش په وړاندې د مبارزې په برخه کې د تا، لبانو سره همکاري د انتظار څخه لرې خبره نده.

داعش ډلې په دې وروستيو کې په افغانستان کې څو بریدونه ترسره کړل چې سلګونه افغانانو ته یې زيان واړاوه، خو تا، لبان وايي چې داعش په افغانستان کې د اندېښنې وړ نه دی،د چارو شننونکي که څه هم دداعش په وړاندې په سختې مبارزې ټينګار کوي خو د پاکستان همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري.

Comments are closed.