The news is by your side.

سپین بولدک کې پاکستاني پوځ افغان مېرمنې په کونداغونو وهلې دي

خبريال وېبپاڼه: څو اونۍ کېږي چې د پاکستاني پوليس له لوري د افغان مسافرينو سره د بدې رويې له کبله تا، لبانو د سپین بولدک دروازه تړلې وه، نن د اوکتوبر په ۲۴ او د عقرب په ۲ ورځ د شپې له لوري دا دروازه د څو ساعتونو لپاره بيا خوشي شو چې له بده مرغه يو ځل بيا د پاکستاني پوځيانو له لوري د افغان مسافرينو سره ډېر ناوړه چلند وشو.
د سیمې څخه د رحمت الله ازاد خبريال په خپل يوه راپور کې ويلي دي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا په سپين بولدک کې بېګاه افغان میرمنې د ټوپکو په کونداغونو وهلې دي او د هغوی یې سخته بې عزتي کړې ده، د کندهار ولايت ځايي چارواکو څو ځله د پاکستاني لوري څخه غوښتنه وکړه چې د افغان مسافرينو سره دې رويه سمه کړي د همدې ناسمې رویې له کبله ددې ولايت چارواکو د څو اونيو لپاره د سپين بولدک دروازه وتړله، صادرات او واردات بند شول د کندهار د ولسونو مېوې خوسا شوې خو نن بيا د پاکستان لوري همغه چلند وکړ.
د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون افغان ولس د پاکستاني پوځ د غیرې انساني رويې څخه سر ټکوي او وايی چې د پاکستان پوځ ورباندې هر ډول شدت کاروي او دوی ته هېڅ د انسان په سترګه نه ګوري، پرون د چمن په ښار کې هم خلک پارېدلي و او د اعتراض په ډول یې خپل دوکانونه او مارکېټونه تړلي و، په دغه سيمه کې موجود پښتانه وايي چې د سختې بې کارۍ سره مخ دي او پاکستان پوځ له لوري ناسمو کړنو یې ژوند تریخ کړی دی، د سیمې يوې اوسېدونکي رسنیو ته وویل چې دوی به د افغانستان د لوري راتلونکي بارونه يا ښکته کول او یا به پورته کول يا به یې نورو ځايونو ته انتقال کول او د همدې لارې به یې يوه ټوټه حلال رزق ترلاسه کاوه خو اوس هغه هم ورباندې درېدلی دی.
د بل لوري په چمن کې خلک د بيو د لوړوالي څخه هم شکایت کوي، د سیمې اوسېدونکي وايي چې د افغانستان څخه د مېوو او نورو خوراکی توکو ورتلل بند شوي دي او دوی د سختو ستونزو سره مخ دي قيمتي خپل اوج ته رسېدلې ده او د پاکستان حکومت صرف ددوی ننداره کوي.

Comments are closed.