The news is by your side.

امريکا يان بايډن هڅوي چې د افغانستان په اړه يو څه وکړي

خبریال ویب پاڼه/ یو شمير امريکايي سياسي مشران وايي چې بايدن بايد افغانستان په اړه څه وکړي.
له دې جملې څخه د امریکا د سنا مجلس مخکښ غړی لنډسي ګراهام په خپلو تازه څرګندونو کې بايډن د افغانستان په حق کې څنډلی.
هغه ويلي افغانستان په بد وضعيت کې دی او شونې ده چې د نړۍ په کچه يوه ستره فاجعه رامنځته ته شي.
ده افغانستان کې د بشري وضعيت په هکله انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي که چېرې بې پروايي وشي نو ليري نه ده چې دې هېواد کې به لوی بشري ناورين رامنځته شي.
هغه د دې هېواد په هکله د بايډن د سولې او مذاکراتو کړنلاره اا د افغانستان په حق کې بې کفايته ولسمشر بللی.
ده د امريکايي سرتيرو د مدیریت په هکله هم انتقاد وکړ او زياته يې کړه چې امريکا خپل متحدين هم له افغانستانه ونشو کولای چې و يې باسي، ځکه لاهم ډير شمېر امريکايان او بهرنيان په دې هېواد کې پاتې دي

امريکايانو ته لا هم افغانستان مهم دی

د ګراهام له دې خبرو مالوميږي چې لاهم امريکايان د افغانستان په اړه يوه نظريه لري او غواړي چې بايډن يوڅه وکړي، په افغانستان کې لاهم ځینې امريکايان او نور بهرني وګړي پاتي دي چې امريکا او نورو هېوادونو يې په هکله اندیښنې څرګندې کړې دي.
په دې هکله له ت البانو هم د همکارۍ غوښتنه شوې خو تراوسه د افغانستان په هيڅ سیمه کې دې بهيرنيو اتباعو ته کوم زيان نه دی رسيدلی ځکه نو داسې مالوميږي چې د دې بهیرنيو اتباعو ساتنه د تا لبانو له لوري په ښه ډول سره کيږي.
په ورته وخت کې يو شمېر مخکني امريکايي چارواکي هم د افغانستان په اړه د بايډن د پریکړو سره مخالف او په دې برخه کې مخکې د بيا کتنې غوښتنه کوله خو اوس کې دوی بايډن پړ بولي.

Comments are closed.

koi finance