The news is by your side.

د ايران ولسمشر د افغانستان په اړه د غونډې مشري کوي ګډونوال يې څوک دي؟

خبريال ويب پاڼه/ په داسې حال کې چې د تالبانو له لوري په دې غونډه کې ګډون رد شوی خو د ایران په مشرۍ سيمه ييز هېوادونه د ایران په مشري نن د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کوي او دا غونډه ایران کې جوړيږي.
د‌ افغانستان په اړه د دې غونډې مشري د ایران ولسمشر ابراهيم رييسي کوي، او د يو شمېر سيمه ييزو هېوادونو استازي هم ورسره دي.
جزيات وايي چې دلته د هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسيې او چين استازي دي چې د افغانستان په اړه به بحث وکړي.
د دوی د بحث محور به افغانستان د بشري مرستو، سولې او امنيت په هکله خبرې وي.
که څه هم د دې کنفرانس لپاره روسيې استازي ليږلي خو د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به هم د ويډيو کنفرانس له لارې د غونډې ګډونوالو هېوادونو استازو ته خبرې وکړي.
دا چې د افغانستان د اوسني دولت او بل اړخ امریکا هیڅ استازی په دې کنفرانس کې نشته نو داسې مالومیږي چې تر ډيره به يوه نمايشي او د افغانستان په چارو کې د خپل سري بڼه ولري ځکه چې تا لبان يې ګډونوال نه دي امريکا غوښتل شوې نه ده او نه هم کوم افغان سياسي بانډ غوښتل شوی.
تا لبانو يوازي په دې کنفرانس کې له ګډون څخه منکريت کړی او نور يې د ايران د کنفرانس په هکله خپله پاليسي او دريځ نه دی څرګند کړی.
تر اوسه پوري د تالبانو له واکمنۍ پر افغانستان مياشتي تيريږي خو د نړۍ هيڅ یوه هېواد د تالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی پر هغوی انتقادونه دادي چې خپلو تعهداتو ته وفادار نه دي ولې تالبان بيا وايي چې ټول اصول چې د يوه دولت لپاره اړينه ده پوره کړي يې دي اوس نو د نړۍ نوبت دی چې بايد څه وکړي.

Comments are closed.