امريکا او بريتانيا د تا، لبانو په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرط بيان کړ

خبريال وېبپاڼه: د امريکا د متحده ايالاتو او بريتانيا ولسمشر او صدراعظم پرېکړه کړې ده چې تر هغه به پورې د تا، لبانو حکومت په رسمیت نه پېژني ترڅو پورې دوی د يادو هېوادونو شرط ونه مني.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن ويلي دي چې ترڅو پورې تا، لبانو بشري حقونو ته خپله ژمنتيا ثابته نکړي او د افغانستان خلکو ته بشري حقوق ورنکړي نو دوی به تر هغه پورې د تا، لبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني، د نېږدې دريو مياشتو د تېریدو سره سره د پاکستان په شمول هېڅ يوه هېواد د تا، لبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

له کله چې نه چې تا، لبان راغلي دي نو د‌ نجونو ښوونځي یې بند کړي دي او وايي چې دوی په زور حکومت نيولي دي نو څوک یې بايد په کار کې کار ونلري دوی پوه شه کار یې، دوی وايي چې عالمان ئې لګيا دي او په دين کې دا لټوي چې ښځو ته تعليم ورکړي او که نه، که د تعليم اجازه ورکړي څه ډول تعليم، که څه هم تا، لبانو وړاندې ويل چې دوی د ښځو د تعليم سره ستونزه نلري خو اوس په يو او بل نوم ښځې زده کړو ته نه پرېږدي او دا هغه څه دي چې نړيواله ټولنه په دوی باندې نوره هم بد بينه کیزي.

نړيوال وايي داسې يوه حکومت سره اړيکې نسي پاللی چې ښځو د تعليم حق ورنکړي او خپلو هېوادوالو ته د بشریت لومړي حقوق هم ورنکړي.

د چارو شننونکي وايي چې نړيوال مشروعیت د افغانستان لپاره ډیر زيات مهم دی، د مشروعیت نشتون برابر دي د شديدو نړيوالو بنديزونو سره، د پوهانو په خبره د افغانستان کنګل شوې پيسې به د تا، لبانو درد دوا نکړي بلکې مهم شي نړيوال رسمیت دی ترڅو په مشروع ډول نړيوالې راکړې ورکړې پيل شي که چېرې مشروعیت ترلاسه نشي نو د افغانستان لپاره د فقر يو ډیر ځورونکی دوران په مخ کې دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More