The news is by your side.

په لومړي ځل په یوه ډېره مهمه مسله کې روسیې د تا، لبانو ملاتړ وکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د‌ نوي حکومت او روسیې ترمنځ اړیکې کله ښې وي او کله کله بيا د روسیې طرف داسې څرګندونې وکړي چې ډېری شنونکي پخپلو تحليلونو کې حیران کړي، تېره ورځ ددې هېواد ولسمشر د افغانستان په هکله ډېرې بې انصافه څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان اکثريت خلک پښتانه نه دي تا، لبان نورو خلکو ته د حکومت په رهبرۍ کې ځای ورکړي، دا څرګندونې د سپکاوي او مداخلې ډکې وې.

خو نن بيا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ايران کې د ګوړې شوې غونډې په ترڅ کې د تا، لبانو د خوښې خبرې وکړې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف پخپلو څرګندونو کې وويل چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد امريکا او ته پخپل هېواد کې په هېڅ صورت پوځ اډه ورنکړي، ښاغلي لاوروف وړاندې په خپلو څرګندونو کې وويل چې امريکا د افغانستان څخه د خپلو سياسي او جغرافيايي هدفونو لپاره کار واخيست او ددې پايله په افغانستان کې زياته وينه تويېدنه، د ټولنې څو قطبي کېدل او بې شماره ناورينونه شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ايران له وري د افغانستان په هکله په‌ جوړ شوي کنفرانس چې دغه خبرې وکړې، ايران د افغانستان په هکله غونډه جوړه کړې وه، د افغانستان د نوي حکومت استازي اعلان وکړ چې په دې غونډه کې ګډون نکوي ددې اعلان څخه لږ وروسته ايران خبر ورکړ چې دوی تا، لبان دې غونډې ته نه دي دعوت کړي، د بل لوري روسيې او چين هم په دې کنفرانس چې فيزيکي حضور ونه مانه او د ويډيو له لارې يې په دې غونډه کې کډون وکړ.

د چارو شنونکي وايي د ايران، چين او روسيې ګټې په افغانستان کې يو ډول نه دي، ایران د ټول شموله حکومت تر نامه لاندې د افغانستان د نوي حکومت په ساختار کې مداخله کوي خو چين بيا د افغانستان د نوي حکومت په جوړښت کې د مداخلې چندان علاقه نلري او نه هم په دې بنسټ له تا، لبانو او افغانستان سره خپلې اړیکې جوړوي.

په دې غونډه کې د يادو مهمو هېوادونو پرته پاکستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې يو ځل بيا د افغانستان سره د بشري مرستو په ترسره کولو ټينګار وکړ خو د خپل اړخه یې ونه ويل چې دوی به د رسميت په برخه کې خپل دریځ څه وخت بيانوي.

Comments are closed.