The news is by your side.

جاپان له نورو وړاندې شو، د افغانستان سره یې مهمه مرسته اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د اقتصادي حالت له خرابېدو سره د ځينو هېوادونو همکاري په زیاتېدو ده، نړيوال بنسټونه په افغانستان کې د اقتصادي سقوط خبر ورکوي او د نړيوالو څخه غواړي چې د افغانستان د خلکو سره فوري بشري مرستې ترسره کړي.

تازه د چين له لوري اعلان وشو چې د افغانستان د حکومت سره یو ميليون ډالر نقدي مرسته کوي او د پينځه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت به د خوراکي او طبي توکو مرسته وکړي، تر دې وړاندې چين د افغانستان د نوي حکومت سره پينځلس ميليونه ډالر مرسته کړې وه خو اوس د چين وروسته بل هېواد هم خپلې مټې را بډوهلې دي.

تازه د جاپان له لوري د افغانستان سره د پینځوس ميليونه ډالر مرسته اعلان شوې ده، د جاپان د بهرنیو چارو وزير پرون رسنیو ته پخپلو خبرو کې وويل چې په افغانستان کې يو انساني ناورين رامنځته کېدونکی دی، له همدې کبله دوی دې هېواد ته بېړنی بشري مرستې رسوي او د افغانستان سره پنځوس میلیونه امریکایي ډالر مرسته کوي.

ددې مرستې د مصرف طريقه به د نړيوالو بنسټونو په واسطه کېږي، د جاپان حکومت به نړيوالو بشري بنسټونو ته پینځوس ميليونه ډالر ورکړي ترڅو دوی د افغانستان خلکو ته خواړه او د اوسېدو ځايونه برابر کړي، د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي چې دا مرستې به تر ډېره هغه خلکو ته ورکړل شي چې د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې جاپان د افغانستان د نوي حکومت د راتګ وروسته دې هېواد ته مرستې استوي، جاپان په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان سره په بېلابېلو رغنیزو برخو کې مرستې کړې دي، د افغانستان نوی حکومت هم تمه لري چې د جاپان هېواد به ورسره د بيارغونې په برخه کې مرستې وکړي او ددوی سره به یې همکارۍ لکه د پخواني افغان حکومت سره همکاري وکړي او ددې هېواد سره به خپلې مرستې جاري وساتي.

Comments are closed.