The news is by your side.

برتانيا: د امريکا له لوري د تا، لبانو د واک ته رسولو سبب بيان کړ

خبريال وېبپاڼه: تا، لبان په افغانستان کې په ډېر ډراماتيک ډول واک ته ورسېدل، داسې چې هېچا یې اټکل هم نه و کړی، حتی هغه کسانو یا هغه بنسټونو چې ځان ته یې يو څوک ويل هغوی هم اعتراف وکړ چې دوی هېڅکله دا تمه نه درلوده چې تا، لبان دې په افغانستان کې په دې شکل او په دومره وخت کې واک ته ورسیږي.

د تا، لبانو دې ډول ډراماتيک واکمن کېدو د ډېرو کسانو سره نور فکرونه را پيدا کړل، چې کېدی شي يو لاس په شعوري ډول تا، لبان دومره چټک واک ته رسولي وي، تازه ددې شکونو ملاتړ کوونکې څرګندونې د برتانيا د‌ دفاع وزير ددې هېواد پارلمان ته پخپله وينا کې کړې دي او ويلي يې دي چې تا، لبان د امريکا سره د يوې پټې معاملې په ترڅ کې قدرت ته ورسېدل.

بن والاس پخپله وينا کې وويل چې د امريکا او تا، لبانو ترمنځ د توافق وروسته د تا، لبانو لاس پرانيستل سو، دا توافق دداسې خبرو په پايله کې رامنځته شو چې د کابل حکومت ورڅخه لرې وساتل شو حتی ويلي شو چې د کابل حکومت نشت وګڼل شو، ده زياته کړه چې د تا، لبانو حرکت د ۲۰۲۰ م کال د توافق په اساس قدرت ته ورسیده.

نوموړي پخپله وينا کې وړاندې زياته کړه چې په ۲۰۲۰ م کال کې رامنځته شوي توافق په حقیقت کې د تا، لبانو په وړاندې قدرت د رسېدو ډېری موانع له لارې لرې کړل او تا، لبانو د قدرت نیولو يوه سمه سيده لاره په لاس ورکړل شوه.

د بريتانيا ددفاع وزير د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ويل یې ولې امريکا داسې کار وکړ وویل چې په حقيقت کې امريکا د افغان حکومت له چارواکو نوره ناهيلې شوې نو له همدې کبله یې دا کار ترسره کړ د کوم په پايله کې چې تا، لبان قدرت ته ورسېدل.

Comments are closed.