The news is by your side.

د لويې ستونزې د حل لپاره ريس الوزرا امر ورکړ

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې يوه داسې لويه ستونزه موجوده ده چې ددې هېواد ټولنيز نظم یې هر وخت له ګواښ سره مخ کړی دی او په دې هکله تل د ټولنې مختلفې طبقې د يو بل سره لاس او ګریوان شوې دي، خو اوس نوي حکومت د يوه بنسټيز حل لارې په هکله مهمه پرېکړه کړې ده.

نوي افغان حکومت پرېکړه کړې ده چې په ټول هېواد کې به له سره نفوس شمېرنه ترسره کوي، د لايف پورټال د خبر په بنسټ چې تا، لبانو دا پرېکړه د وزیرانو په شورا په غونډه کې کړې ده، يادې سرچينې ويلي دي چې ذبيح ا م دوی ته منلې ده چې په ټول هېواد کې به نفوس شماري کېږي.

ددې نفوس شمېرنې دقيق جزيات نه دي ترلاسه شوي، خو په افغانستان کې نفوس شمېرنه د نورو ټول اهميتونو سره سره د قومونو د فيصدۍ د معلومولو په هکله ډېره مهمه ده، په افغانستان کې ډېر وخت په ټولنيزو رسنيو کې د موجودو قومونو ترمنځ دا ډول دعوې رامنځته کېږي چې څوک اکثريت دي څوک اقلیت، له دې مسلې بيا ځينې کړۍ ناوړه استفاده هم کوي، د مثال په ډول تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وويل چې د افغانستان ۴۷ سلنه خلک تاجکان دي، دا ډول څرګندونې چې د شومو موخو لپاره ترسره کیږي تر ډېره په افغانستان کې د نفوس د شمېر د نامعلومتوب له کبله هم په خلاص لاس ترسره کېږي.

په افغانستان کې وروستۍ نفوس شمېرنه د سردار محمد داود خان په وخت کې ترسره شوې وه، دا چې اوس په افغانستان کې امن قائم دی نو د نفوس شمېرلو ډېر ښه وخت دی، معلومه نده چې نوی حکومت به دقیق څه وخت نفوس شمېرنه پيل کړي خو دا به د افغانستان د ډېرو ستونزو د حل لاره هواره کړي‌.

د نفوس د شمېر دقیق معلوم کېدل به د مرستو په ویشلو، د پراختيايي پروژو د پلي کولو او نورو ډېرو سرچينو د مصروف کولو په هکله يو دقیق او عادله تګلاره ممکنه کړي.

Comments are closed.