The news is by your side.

چين د دوه مهمو نړيوالو بنسټونو څخه د تا، لبانو لپاره جدي غوښتنه وکړه

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د نوي حکومت لپاره ترټولو لويه دوه جهاني بنسټونو جوړه کړې ده، که چیرې دا دوه نړیوال بنسټونه د افغانستان د نوي حکومت سره کار وکړي نو د ډېری ستونزو حل نور ممکن او لنډ دی.

له دې بنسټونو څخه يو يې د پيسو نړيوال صندوق او بل يې نړيوال بانک دی، دا دوه بنسټونه وايي چې ترڅو د افغانستان د نوي حکومت د مشروعيت مسله نه وي حل شوې دوی نشي کولای ددې هېواد د حکومت سره کار وکړي، ددې بنسټونو نه کار ددې سبب شوي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د پيسو جريان د سقوط او يا هم د سخت خنډ سره مخ شوي دي، دې کار د افغانستان حکومت د‌ مالي سرچينو له سقوط سره مخ کړی دی او نشي کولای چې د خپلو مامورينو معاشونه ادا کړي.

نه يوازې چې حکومت ددې خنډ له کبله نشي کولای چې د خپلو مامورینو معاشونه ادا کړي بلکې په هېواد کې د بيو کنټرول هم نور ګران شوی دی، د چین حکومت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن په دې دواړو بنسټونو باندې غږ وکړ چې د افغانستان د نوي حکومت سره دې کاروبار پيل کړي، چينايي وزير وويل چې په افغانستان کې بشري ناورين د پراخېدو په حال کې دی بايد نړيوال یې په ګډه مخه ونيسي، چين پخپله د افغانستان د نوي حکومت سره تازه شپږ ميليونه امريکايي ډالره مرسته اعلان کړه تر دې وړاندې يې د افغان حکومت سره د ۱۸ ميليونه نورو امريکايي ډالرو مرسته اعلان کړې وه.

معلومه نده چې په دې دوه بنسټونو باندې د چين اواز څومره اغېز وکړي خو څه شی چې معلوم دي هغه دادي چې ددې دوه بنسټونو له لوري د افغانستان د حکومت سره نه کار کول به ددې هېواد روان اقتصادي ناورين نور هم ژور کړي او په دې هېواد کې به خلک له لوږې سره مخ شي.

د نړيوال مشروعیت په هکله هم تراوسه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، په ځانګړي ډول د امريکا له لوري، نړيوال تراوسه پورې افغان حکومت ته وايي چې دوی د ښځو او نورو بشري حقونو په برخه کې لازم اقدامات نه دي ترسره کړي د مثال په ډول ښځينه پوهنتون او ښوونځیو ته نه دي پرېښودل شوي ډېری دولتي بنسټونو ته د ښځو ورتګ منعه دی.

Comments are closed.