امريکايي کارپوه د افغان پوځ د سقوط ترشا پټه دسيسه افشا کړه

خبريال وېبپاڼه: د امريکا يوه مشهور افغانستان پوه او په نيويارک کې د نړيوالو مطالعاتو د مرکز ريس بارنټ روبین د افغانستان د پوځ په هکله مهمې څرګندونې کړې دي، هغه په دغه څرګندونو کې د افغانستان د پوځ جوړیدو په هکله مهمو ټکو ته اشاره کړې ده او د امريکا د کردار څخه يې پرده پورته کړې ده.

روبين پخپلو څرګندونو کې وويل چې د افغانستان پوځ امريکا داسې جوړ کړی و چې د امريکا د وتلو وروسته پخپله د سقوط سره مخ شي، نوموړی وايي د افغانستان د پوځ د خودکفا کېدو لپاره هېڅ ډول نیت شتون نه درلود او په لوی لاس داسې يوه پوځ جوړ شو ترڅو د امريکا د وتلو سره دا پوځ کوم ځواک ونلري او پخپله سقوط شي.

نوموړي وړاندې پخپلو خبرو کې وويل چې امريکايی پوځ د افغانستان ملي اردو داسې جوړه کړې وه چې هرڅه یې په دوي او ددوی په قراردادیانو پورې تړلي و، کله چې امريکا په شا شوه نو دا پوځ هم پخپله له منځه ولاړ.

روبين زیاته کړه چې د افغانستان د پخواني حکومت چې مشري ډاکټر نجيب کوله پوځ تر اوسني افغان پوځ غښتلي و، دی وايي چې د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د وتلو وروسته بيا هم د ډاکټر نجيب دری کاله مقاومت وکړ، ځکه شورويانو بيا هم د هغه د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ، دی وايي چې امريکا هم په مالي ډول د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکاوه خو پوځ داسې طرحه شوی و چې د امريکا له وتلو سره سمدلاسه سقوط شي نو ځکه د افغان حکومت دوام احتمال پيدا نکړ.

د افغانستان پوځ د تا، لبانو سره په جګړه کې د ۲۰۲۱ م کال د اګست میاشتې په جګړو کې مقاومت ونکړ او يا یې هم ونکړی شو، په ۱۵ د اګېسټ تا، لبانو د افغانستان پلازمېنه کابل ښار ونیوه ددې هېواد ولسمشر اشرف غني د افغانستان څخه وتښتېده او د افغانستان پوځ تیت پرک شو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro