The news is by your side.

امريکا له ضد څخه لاس واخیست، افغانانو ته یې ښه خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د افغانستان نوی حکومت او خلک د امريکا له لوري د خپلو قيد شویو پيسو له کبله د سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دي ددې هېواد حکومت وايي چې د افغانانو د زيان نه ليدو لپاره دوی ددې هېواد سره خپلې بشري مرستې زیاتوي.

تېره شپه د سپينې ماڼۍ له لوري په يوه خپره شوې اعلامیه کې خبر ورکړل سو چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان سره ۱۴۴ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي، دغه مرستې به نړيوالو خيريه بنسټونو ته ورکړل شي ترڅو په افغانستان کې د مستحقو کسانو سره کمک وکړي، د امريکا د حکومت د ورکړل شويو معلوماتو په اساس دا پيسې به اتلس ميليونه زيانمن افغانان تر پوښښ لاندې راولي.

په دې پيسو به د بې وزلو افغانانو د پاکو اوبو، خوراکي توکو او نورو داسې توکو اړتياوې پوره شي چې د وچکالۍ سره مبارزه ورباندې وشي او همدارنګه په ژمي کې ګټه ترې واخيستل شي، افغانستان یو نسبتاً يخ ژمی لري چې ډېری هېودوال د خراب اقتصادي وضعيت له کبله نشي کولی خپل ځانونه تاوده وساتي او خپل کورونه ګرم کړي، سږ کال چې بيا د سون توکو بيې مخکې له ژمي په بې ساري ډول لوړې شوې دي بې وزله افغانان ترټولو زيات تر ګواښ لاندې دي.

د چارو شنونکي که څه هم ددې مرستو هرکلی کوي خو وايي چې په هېواد کې د بشري ناورين د مخنيوي او د اقتصاد د بشپړ پاشل کېدو لپاره لازمه ده چې امريکا د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړې او ترڅنګ یې بايد د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک د افغانستان سره راکړه ورکړه پيل کړي.

شنونکي نيوکه کوي او وايي چې د افغانستان سره مرسته کېدونکې ډېری پيسې په يو او بل نوم د افغانستان ګاونډيانو په ځانګړي ډول پاکستان تر ورکول کېږي حال دا چې پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو دا ځل د ګوتو په شمار افغان کډوال تللي دي او دا تللي هم پخپلو امکاناتو دي خو بيا هم نړيواله ټولنه د خپلو مرستو اکثریت برخه د افغانستان په نوم اعلانوي مګر د افغانستان ګاونډيو په ځانګړي ډول پاکستان یې اکثریت برخه ورکوي.

Comments are closed.