The news is by your side.

مقاومتيان بې څښتنه پاتې شول؛ روسیې ورته بد خبر اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: په دې ورځو کې د مقاومتیانو په لاس کې رڼا څراغ ګل کېږي، ورځ یې بده ده او په چا چې حساب کوي، د چا چې دوی کلونه اطاعت کړی و همغه دوی ته شا کوي او دوی په ميدان پرېږدي او په ځينو مواردو کې یې ښه بې عزته کوي، تازه د افغانستان ځينو پخوانيو تښتولیو سياسيونو د يوې شورا د جوړیدو اعلان کړی و چې په سر کې یې د بلخ پخوانی زورواکی والي والي چې اوس تښتېدلی دی او استاد سياف چې په سپینه ږیره او پاخه عمر یې اوږده منډه کړې او هېواد یې پرېښی دی ځای لري.

دوی نه دي ماړه شوي، وايي د افغانستان نوی حکومت بايد ددوی غوښتنې ومني، په حقيقت کې دوی د يو او بل نوم لاندې بيا څه امتياز او پيسې غواړي نو نوی حکومت ورته ويلي چې عادي ژوند ته دوام ورکړي د تېر وخت څخه دې عبرت واخلي، دوی چې اوس ډېری بادارانو یې له غېږې غورځولي دي ځکه نور یې تاريخ تېر شوی دی خپلې وروستۍ هيلې هم له لاسه ورکوي او که چېرې یې دا چور شوې سرمایې هم له لاسه ووځي نو لرې نده چې چېرته په هوټلونو کې د خدماتو وړاندې کول پيل کړي.

عطا خېلو اوس تازه ضربه د خپل پخواني بادار روسیې څخه هم وليده، ددوی د شورا د اعلان وروسته د روسیې د بهرنیو چارو د وزرات ویاندې ماریا وويل چې نور دې هیڅوک په افغانستان کې د زور او جګړې خبرې نکوي، او ټول لوري بايد د افغانستان د حساس حالت په درک کولو سره له دې ډول څرګندونو څخه ځان لرې وساتي.

له دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي و چې دوی ته کوربه هېوادونو ويلي دي چې د هر ډول سياسي فعاليت څخه ډېر پرهیز وکړي، او صرف د یوه پناه غوښتونکي په شکل دې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي، په مقاومتیانو ټولې لارې بندې دي لور په لور منډې وهي خو دا ورته سخته ده چې ومني دوی د نورو له لوري د استفادې وړ نه دي نور هېڅ بادار نلري او بې څښتنه پاتې دي.

ليکوال: سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.