The news is by your side.

چين په لومړي ځل تا، لب ضد اقدام وکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان نوی حکومت د موجود اقتصادي بحران د حل کولو په برخه کې د چين څخه زياته تمه لري مګر د چين له لوري بيا تراوسه پورې په نوي افغان حکومت باندې پوره يقين نه دی حاصل شوی، له همدې کبله چين اوس هم د تا، لبانو د حکومت د تقويې څخه زيات ګاونډيو ته پاملرنه کوي.

تازه ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې دوی د افغانستان ګاونډي تاجکستان ته اته ميليونه امريکايي ډالر ورکوي ترڅو په افغان پوله باندې یوه ستره پوځي اډه جوړه کړي، په داسې حال کې چې صرف څو ورځې وړاندې تا، لبان هم په چين کې و د چين حکومت سره يوازې د يو ميليون ډالرو نقدي مرستې اعلان وکړ خو سمدلاسه یې ګاونډي تاجکستان ته د پوځي اډې لپاره اته ميليارده ډالر ورکړل.

شنونکي وايي چې چين تراوسه پورې د تا، لبانو په حکومت باندې دومره باور نلري او وخت ته په کتو باندې به قدم پورته کوي، له همدې کبله چين د خپل امنیت لپاره د افغانستان په هکله د تا، لبانو څخه زيات د ګاونډيو هېوادونو سره کار کوي او په هغوی پانګونه کوي، پوهان وايي چې امريکا د تا، لبانو له لوري که یې څوک مني يانه د افغانستان څخه ښه په بې عزتۍ ايستل شوې ده له همدې کبله امريکا په لنډ وخت کې د تا، لبانو سره په ښکاره هیڅ ډول همکارۍ ته اجازه نه ورکوي او ان نور هېوادونه هم نه پرېږدي چې د نوي افغان حکومت سره خپلې اړيکې پيل کړي.

د پوهانو په وينا همدا اوس پاکستان هم د امريکا له وېرې تا، لبان په رسمیت نه پیژني، د بل لوري چين يا نور ګاونډي هېوادونه هم نه غواړي د امريکا سره په ټکر کې راشي، له همدې کبله هغوی هم د نوي افغان حکومت رسمیت پېژندلو ته زړه نه ښه کوي.

| ANKARA ESCORT |

Comments are closed.