The news is by your side.

فيض ځلاند په لومړي ځل په تا، لبانو شدیده نيوکه وکړه

خبريال وېبپاڼه: فيض ځلاند د کابل پوهنتون استاد يو له هغه کسانو څخه و چې د پخواني حکومت سره یې سخت اختلاف درلود او د نيوکو تر باران لاندې يې نيولی و، په همدې حال کې ورسره د تا، لبانو شديد پلوی و او تر ډېره یې د هغوي تګلاره، کړنې او راتګ ښه باله، مګر اوس چې کابل ته تا، لبان راغلي دي او دلته واکمن شوي دي نو ځلانده ورڅخه په لومړي ځل شديده نا رضايتي څرګنده کړې ده.

فيض ځلاند د لوړو زده کړو د وروستۍ پرېکړې له کبله شديده اندیښنه ښودلې ده او د تا، لبانو منطق یې تر نیوکې لاندې راوستی، د لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ د يوې پرېکړې په پايله کې اعلان وکړ چې له دې وروسته هغه کسان چې په دولتي پوهنتونونو کې ښوونکي دي نه شي کولای چې په شخصي پوهنتونونو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي، تا، لبانو همدارنګه شخصي پوهنتونونو ته ويلي دي چې پرته ددوی له تأییدی څخه دې پوهنتون ته استاد نه نيسي، دوی ويلي چې دا کار د ښه کيفيت لپاره کوي، تا، لبان په داسې حال کې د ښه کيفيت خبرې کوي چې د لوړو تحصيلي بنسټونو، پوهنتونونو، علمي مرکزونو مشران یې داسې کسان ټاکلي دي چې د پوهنتون مخ یې هم نه دی ليدلی.

فيض ځلاند هم له دغه حالت څخه شکایت کړی دی او ويلي يې دي چې حکومت دولتی پوهنتونونه بند کړي دي او هېڅ معلومات نشته چې دا پوهنتونونه به کله بېرته پرانیستل کېږي خو ددې سره سره یې شخصي پوهنتونونو ته د دولتي پوهنتونونو منل هم منعه کړي دي، دولتی پوهنتون خلاصوي نه، او شخصي پوهنتون کې د دولتي ښوونکی مني نه.

د چارو شنونکي وايي چې تا، لبان وايي چې حکومت دوی په زور نیولی دی چې څه ډول یې زړه وي همغسې کوي، له همدې کبله دوی حتی ډېر پوه عام خلک، چې د عامو خلکو څخه وي ښه لوړه علمي درجه هم ولري بيا هم هغه دندې ته نه نیسی ددې په ځای داسې يو تا، لب ته چارې سپاري چې هغه ښوونځی هم سم نه وي ویلی، له همدې کبله ده چې هره ورځ یې حکومتولي د نورو هېوادونو په ټولنيزو رسنيو کې رشخند اصلي موضؤع وي.

Comments are closed.